باد رالوتى، وتى نا خبر د شپول له حال يمه
 پړانك راپسې وتى غشى شاته دى غزال يمه

جنګ ته د مغرور ځي ګرد وهلى كاڼى نه اخلي
يار چې تېر شي باد به مې روښانه كړي چې لال يمه

ستا د دې مغرور قامت له سر پرېوتى تږى وم
جوړ د هنر لوى كلال له خاورې د زوال يمه

مه ځه ها محل ته چې ښيښې يې غبار نه نيسي
راشه زه هم پروت په لانده  لوښي د كلال يمه

ووايه او ووايه اذان د تقدس سرود
خير كه وتى زه له تورې ژبې د بلال يمه