نه توپ نه تيارې شته او نه زغرې په جومات كې
باداره بيا نو څه كوي لښكرې په جومات كې
بازانو ته د غرو به يې كوم زېرئ وي ورړئ
نن بيا نه وې په ځالو كې كوترې په جومات كې
دښمن كه د پكار وي په انګړ كې پيدا كيږي
حلوا چېرته پخيږي هلته ليرې په جومات كې
دا كونډې يتيمانې دا زموږ د پښتنو دي
هر چېرته چې قطار وينې سوالګرې په جومات كې
اې خدايه داسې وخت د ورور ولئ به كله راشي؟
چې يو ځاى وي (پايكپې) او (رېنجرې) په جومات كې
خو اوس زموږ خواهش په سينما كې پوره كيږي
يو وخت و ورېدې به مرغلرې په جومات كې
چې دا زموږ ولس وي او دا يو تر بل وژل وي
جلاله په خداى وابه ورې سندرې په جومات كې