ځان به تر تا درسومه خو لږ وخت به غواړي
ستا په اوربل کې به ګل ږدمه خو لږ وخت به غواړي
چې وشرنګيږي نو خبر د غلامۍ راکوي
دا زولنې به ماتومه خو لږ وخت به غواړي
که د ډبرې غوندې سخت وي خېر دې وي دې ګرانې
لار به ستا زړه ته درکومه خو لږ وخت به غواړي
دومره سجدې خدای ته کومه چې تندی مې داغ شي
تقديره تا به بدلومه خو لږ وخت به غواړي
ما چې ورياده کړه وعده نو جانان وويل راته
قراره! خدايګو چې درځمه خو لږ وخت به غواړي