مورجانې شکر دی چې تا لرمه
شکر څلور کونجه دنيا لرمه
چې تاته ګورم ستا دعا لرمه
نه هيڅ ارزو نه مدعا لرمه

که په دښمن يا بلاګانو ورځم
مورجانې ستا په دعاګانو ورځم
تر اوسه هيڅ په شا راغلی نه يم
په پاکو هيلو ارزوګانو ورځم

پر زمکه جنګ پر زمکه بلې لمبې
زما په سر ستا د دعا سيوری دی
ستا پر ژوندون څومره خوشبخته يمه
لکه په سر مې د هما سيوری دی

مورجانې ته يې خدای ته ډېره نږدې
هره دعا دې خدای ته ژر قبليږي
ما چې څه غوښتي نو راکړي دي خدای
زما دعا هم ستا په سر قبليږي

زه چې پيدا شوم ما خدای نه پېژانده
ما له خدای وړاندې مينه ستا وليده
ستا د پښو لاندې مې جنت وليده
ستا په لېمو کې مې دنيا وليده

تا ماته ژوند راکړ زه څۀ درکړمه
زه دې د هر څه پوره وړی يمه
مورې په ژوند دې ما ژوندی وګڼه
مورې بې تا بېخي نيمګړی يمه

ته به د ځان په غم کې نه وې مورې
زما لېمو کې دې خوښي ليدله
زما په حال به دې وې سترګې ډکې
زما دې وړاندې زندګي ليدله

که زه به لږ شانې هم وژړېدم
تا به زما د سر بلا واخيسته
خپله خندا به دې دښمن ته ورکړه
تا به زما د خولې ژړا واخيسته

ستا په ژوندون به داسې څوک پيدا شي
مورجانې ماته چې کاږه وګوري
خدای هم چې کله شي غذب خلکو ته
ماته په ټولو کې خواږه وګوري

حق خو هغه دی چې کتاب يې وايي
مورې په شا مې تر مکې يو نه وړې
مورې بيخي دې پوره وړی يمه
ما مې له کوره تر کوڅې يو نه وړې

اوس چې ته ډېره يې کمزورې مورې
زه مې هم ځان په ابتذال کې ګورم
ماته به لويه يوه بدي پاتې شي
ځان مې له ژوند سره  جنجال کې ګورم

ته چې ناروغه شوې نو څه به کوم؟
خدای ته مې بس دغه دعا وکړله
خدايه صحت او ژوند مې مور ته ورکړې
وروسته مې ښه ډېره ژړا وکړله.