له ګرانه امرخېل ورور نه ډېره مننه چې زما غوښتنه يې پر ځای کړه ما به تل زارۍ ورته کولې چې ګوره ظالمه يو نيم شعر زما بلوګ ته هم رالېږه، ته له الهام نه پرته بل چاته شعر نه لېږې؛ خو هغه به يوه پلمه راته کوله چې الهام ته يې ځکه لېږم، چې شعرونه مې راته ساتي او شعرونه مې له هغه سره دي؛ خو بس چې هر څه دي، پر ما يې د احسانونو غرونه واړول، مننه ترې کوم. حيران
شينکی خال ، به دې تل نه وي ، دا غرور به دې تل نه وي
بل مشال ، به دې تل نه وي ، دا غرور به دې تل نه وي
قامتــــــونه چنارونه ، زلفـــې زلفې ، ځنـــــــــــګلونه
قد او ټال ، به دې تل نه وي ، دا غرور به دې تل نه وي
د غزل ښاپېرۍ لاس را ، دومره کبر په کار نه دی
سور او تال به دې تل نه وي ، دا غرور به دې تل نه وي
پېغلتوب سم سلطنت دی ، زه منم خو زړه مې مه خوره
دغه خيال به دې تل نه وي ، دا غرور به دې تل نه وي
د بڼو او لېمو زور به ، دې اوبه شي ، خدای خو شته دی
توره او ډال به دې تل نه وي ، دا غرور به دې تل نه وي
په ده ډېره مه نازېږه ، دی نن ستا سبا د بل دی
دا جلال به دې تل نه وي ، دا غرور به دې تل نه وي
جلال امرخېل