حضرت اسحاق عليه السلام
٠ د اسحاق(ع) د زوکړې پر مهال ابراهيم(ع) ١٠٠ کلن و.
٠ اسحاق(ع) له اسماعيل(ع) څخه ١٤ کاله کشر دى.
٠ د اسحاق(ع) پلار ابراهيم(ع) دى.
٠ د اسحاق(ع) مور ساره ده.
٠ اسحاق(ع) د اتو ورځو و، چې ابراهيم(ع) ختنه(سنت) کړ.
٠ حضرت اسحاق(ع) په ٤٠ کلنۍ کې واده کړى دى.
٠ اسحاق(ع) اولنى واده له قضا سره کړى دى.
٠ د اسحاق(ع) د مېرمنې پلار بيتوايل نوميدو.
٠ اسحاق(ع) دوه زامن درلودل.
٠ د اسحاق(ع) زوى عيسو ښکاري و او خپل پلار او مور ته به يې ښکار کاوه.
٠ د اسحاق(ع) بل زوى يعقوب دى.
٠ اسحاق(ع) عيسو ته خپله ورېره(باسمه) د اسماعيل(ع) لور واده کړې وه.
٠ اسحاق(ع) له اسماعيل(ع) نه مخکې مړ شوى دى.
٠ يعقوب(ع) د اسحاق(ع) د مړينې پر وخت ١٤٧ کلن و.
٠ اسحاق(ع) په فلسطين کې وفات شوى دى.
٠ اسحاق(ع) په ١٨٠ کلنۍ کې وفات شوى دى.
حضرت لوط عليه السلام
٠ لوط(ع) په عراق کې پيدا شوى دى.
٠ ابراهيم(ع) د لوط(ع) پالنه او روزنه کړې ده.
٠ لوط(ع) د عراق په اور سيمه کې پيدا شوى و.
٠ د لوط(ع) پلار حاران نومېدو.
٠ لوط(ع) په سدوم نومي ځاى کې د الله(ج) پيغمبر شو.
٠ لوط(ع) ته د نبوت منصب په مصر کې ورکړل شو.
٠ لوط(ع) دوه زامن درلودل.
٠ د ايوب(ع) مور د لوط(ع) لور ده.
٠ لوط قوم پسې پرښتو سدوم ښار څټ مخې واړولو.
٠ د لوط(ع) يادونه د قران په نهو سورتونو کې راغلې ده.