دا ستا تصوير زما په سترګو کې دی
ناست دی اسير زما په سترګو کې دی

زما د زړه واکمني هم و رسره
د چم امير زما په سترګو کې دی
دا چې ګريوان مې اوبو وړی ښکاري
ماتم او وير زما په سترګو کې دی
بغير له خداي مې له چا ويره نه شي
پاچا وزير زما په سترګو کې دی
ستا له کوډګرو سترګو نه ويريږم
ملا او پير زما په سترګو کې دی
د شوخ نظر مې بغاوت کړی دی
مات مات ځنځير زما په سترګو کې دی

د خيال د ورک منزل د ورکو لارو
د خوب تعبير زما په سترګو کې دی