محمدحنيف حيران

Profile Photo

نوم مې محمدحنيف او تخلص مې حيران د پکتيا ولايت د سېدکرم ولسوالي اوسېدونکی، له منځني طب څخه په پېښور کې فارغ شوی يم، همدارنګه د ادب د مبارکې مدرسې يو کوچنی چڼي هم يم او اووکتابونه مې دوه يې شعري ټولګې، يو د ټپيزو کتاب،درې ژباړې او يو فولکلوريک اثر دې، کښلي دي.

شــــــــعرونـــــــــــــــــه


مينه: غزاوي وردګ

مينه: غزاوي وردګپه زړونو كی ميشته يي تهپه سترگو كی نشه يي تهپه زلفو كی تياره يي تهد روح سره خواله يي تهخلوت كی دی صفا پرتهپه ناز كی دی ادا پرتههوس كی دی هوا پرتهپه غیږ كی دی پناه پرتهﺑڼو لاندی چاړه يی تهليلی- مجنون كيسه يی تهپه شونډو كی لمبه يی تهسپرليو كی رنگه يی تهقاصد ته دی ليكل نشتهآشنا په لور ليگــل نشتهفراق ته دی ازل نشتهوصال ته دی مزل نشتهوجود كی مي مهره يي تهدقدر په څیر شپه يی

17.12.2007 محمدحنيف حيران

دسپين ټني کوچنۍ لورکۍ ځلا ته

  دسپين ټني درې كلنې لور ځلا تهدغـې ځــــلاته دحيــــــــــــران يــم سپـــــــينهچــــه فــــــــــنكار پــــــيـــژني اتـڼ پـــــــيژنيدرڼاګانو ښــــــــــار كـــــــــــې وركـــه نـدهزمــوږ لمبه-لمبه وطـــــــن پــــــــــــــيژنــــــــي اوس خو يي ښــــه نره پښـــــــــــتوزده ده خو چه بيــا وروســــته ځني هــــيره نشيجانانه ښــه ورســـــــــــره لاس يوســـــــــــــهچه دا موقـــع درځــــــــــني تيره نـ

16.12.2007 محمدحنيف حيران

هر څه ته يې

درنو د شعر مينه والو سلامونهدا د ښاغلي عزيز ناصري يو خوږ شعر دی چې يو چاته ېې ليکلی چې دا ېې چاته ليکلی راځئ چې خپل خپل اند پرې څرګند کړو او د شعر هر يو توری ورپسې وګورو نو موندل ېې څه سخت نه دي مننه.- رالېږونکې : ليلا مينه هرڅه ته يې ته يو راز د ژوندانه يې کله څه او کله څه يېلږ ښکاره شې اوبيا نه يېهرڅه ته يې، هرڅه ته يېدګودر د منګو شور يېدبدرنګې ږلۍ زور يېد دوزخ د لمبو

16.12.2007 محمدحنيف حيران

دپسرلي صاحب ښکلی غزل

ماسکه ويل بر د پرښتو په عـــــرش کـې غـــــونډه وهته وې، د حيــــــــا خَــــوَله پـــــرته د تــــا په ټــــــنډه وهاوښکه مې د حُسن جلوې تويې کړه له ســـــترګو نهما چې ويـــل چېرته د لويـــدلي ستـــــوري منډه وهتا ويل چې بــيا به ســــره ګورو د محـــــشر په ورځجوړ په ما قيامت شو،که رښتيا دې وعده لنډه وهوبخښه که ســـــتا په دلـجويي کې کوتاهي وشوهورا د تاندو هيـــــــــلو مې د زړه په غولي پنډه وهنور به د فراق د شپو د سخـــــــتو لمحو څه وايمسور دوزخ که نه و د س

15.12.2007 محمدحنيف حيران

په ښاپېريو مين

په ښاپېريو مـين ( محمدحنيف حيران ته ډالۍ) ډاکتر نور نبي بشيري.مېلمه مې د زړه کور کې شو يو ښکلې شانتې ګلمين يې په سنــــــــــــدرو شوم، مـــــــــين يې په غزلنغــــــــــــــــــمو د بلبـــــــلانو سره هر وخت ترنم کړيشي ښکلې غونچه جوړه پاس د پېغلو په کاکلحيرانې ښاپــــــــېرۍ ورته ولاړې وي مـــــــــلګروسيوری په ده وکــــــــړي ښايســـــــته د تور وربلرازونه يې شريک دي ښاپـــــــيــريو د  حرم سرهکيسې د ښـــــــــــاپېريو تل کوي په هر  مـــــحفلښکل

13.12.2007 محمدحنيف حيران

غزل

په آتشـــــــــــــي نظر يې ډېر را کتلښه شوه گوگل مې چې لمبې ونکړېښکاري جانان مې مرور شوی دیرېبار خبــــــــــرې راته ښې ونکړېجرگه مو وشوه خو غماز ملک ؤراته يې سمې فيـــــــــصلې ونکړېدچا دعا به راپسې وي خداييګوچې له سرو سترګو يې حملې ونکړېساده مين يو غنمرنګ خوښوومونږ د پی مخو يارانې ونکړېلوی او واړه يې په تهمت غږيدلهيچا نيکمل پورې پردې ونکړې نيکمل ځاځی  

13.12.2007 محمدحنيف حيران

غزل: محمدصديق پسرلی

که درلنډ شوم، که غځېږم لکه ســــيوریپه هر حال دې پښو ته لوېږم لکه سيوریتصور ته دې څه ستونزې کړې راپېښــېپه هر غره خېژم، څوړېږم لکه ســــــيوریته مې سرله خاورې مه جــــګوه خير دیپه سينه به درښـــــويېږم لکه ســـــــيورید وفــــــا لمـــــن چې وســــاتم له داغـــــهله مـــــــــهرويو پناه کېـــــږم لکه سيوریچې حواس مې په نګاه د آسمان وره کړېستــــــا په زلفـــــو به ورېږم لکه سيــــــورینه مې شور شته، نه مې زور شته پسرليههسې تــش په نوم بهـــــېږم لکه سـ

13.12.2007 محمدحنيف حيران

د بصيرالله همکار غزل

له پردونه له خـپله ځـــــــــــــــانه ګيله له يودوونه له ټول جـــــــــــهانه ګيلهزه لاله خپل ځان سره نه يــــــــمه جوړزما ملګري كړي له مـــــــــــانه ګيلهپه دغه ژوند كي نوڅه خوند پاتې شوچه ته له ماكړي زه له تـــــــــانه ګيلهعمرموتيرشوچوپې خولې ګرځـــــوودريغه كوای نـــــــــــشو له چانه ګيلهخدايه دچاپه ګــــــــناه موژه سيزېخدايه درليژو تر اســــــــــمانه ګيلهكه درته ګران يمه اوخيال مې ساتېما ته به نه راوړې جــــــانانه ګيله بصيرالله (

11.12.2007 محمدحنيف حيران

دمجذوب صاحب ښکلی غزل

ګل ورژېده خو کبـــــــــل پاتې دهلا دې کرشمــــو کې خلل پاتې دههجر تغافل دې څه کافـــــي نه دیبيا دې په ما کوم يو بدل پاتې دهزړه نه مې لوګی د اسويلي خيژيڅه بڅري بل لـکه بل پـــــــــاتې دهکور دې لېوني په منـــــډو وموندهعقل ولاړ سوچ کې په پل پاتې دهدومره ارايش نه دې مطلب څه دیوار کوه د زلفـــــــو دې ول پــــاتې دهخيال د تېر شباب يې سره ډنبره شوهګوډي کې لا لږ څه عـــــسل پاتې دهستا په اداګانو باندې ســــــوچ کومحل يې معمه شــــــوله حــل پاتې د

11.12.2007 محمدحنيف حيران

غزل: محمدصديق پسرلی

مينې درته وتـــــړلم، ستــــــا د درګاه سيــــوری شومتور راپورې ښه شو، اوس ايله د مطلب توری شومتېرو خاطرو کې دې مرموزې موســــــکا وا خيستمشوق مې وزر وټپـــــــول ما چې ويل ستــــوری شومدومره ژر دې مه غواړه راکړی تصـــــور ښــــــــکلې!کور دې د اړتيا خراب شي ځکه خو بدپوری شومعـــــطر د ګلـــــونو شـــــوې، پــــه هره خوا روانه يېما پـــــورې رانغــــلې آخر زه غريب کوم لوری شومچا يې يم ليـــــــدلی د بڼــــو سيــــوري ته غږ وکړئشپې مې روڼولـــــــــې ورته، ځکه

11.12.2007 محمدحنيف حيران

غزل: حيران

ستا د مغرور حُسن مهال نشـــــــتهزما د مينې هيـــــــڅ ذوال نشــــــــتهمنم د حُســــــــن دې مـــــثال نــــشتهخو په غرور کې دې هم سيال نشتهاسمان کې ستوري ځکه نه ښکاريچې ستا په غونډه زنه خال نشـــــتهرقيــــبه خيــــــــر دی ته غلی کېــــــنهزموږ په مېنځ کې هيڅ جنجال نشتهزما د حال پوښــــــــــتنه څه له کوې؟له تانه پرته مې هيــــڅ حال نــــــشتهديموکراسي مو پښتو هم لوټ کړهزما لونګۍ نشته ستا شال نــــشتهورېځـــــــې راځي د زلفو ټــال ته دېوش

04.12.2007 محمدحنيف حيران

ښځه ( نظم) : کاروان

د مارچ د اتمې دښځودنړيوالې ورځې په وياړسړي د خداى په جنتونو كې چكر وهلود شودو شاتو او خوشبو شرابوڅه عجيبه غوندې ويالې بهيدېديوې رنګينې ديوې نه تشريح كيدونكې نشېشېبې شېبې نڅيدېګلونه ډيرووګډيدل به دعدن په هواپه هر شبنم كې به را ټوله وه دټولو كايناتو ښـكلادهرې پاڼې له وږمو سره نغمې وريدېدبلبلانو له بڼكو زمزمې وريدېلكه وې تار د مرغلرو په اميل كې روانسړى د داسې لذتو نو په يوه سېل كې رواندى همدې ښكلا مېلمه ؤ د عشق بريد نه ؤيو ويښته ګواښ په مقابل ك

29.11.2007 محمدحنيف حيران

غزل: کړاومنګل

نظر كه مې که هر څو دېره په جام او په ساغر دىخو زړه کې مې بيا ياره هم فردوس دى هم كوثر دىستا غېږې  ته په توره شپه کې ځکه راځم ګله!شبنم يمه څښتن مې دشمنۍ ته پيدا لمر دىجانانه خاندې ولې که بنګړو ته دې  تسليم شومخداى نه يم چې په ټولو زورورومې  زور بر دىدوه وروڼه و، دښمن ته يې يوه و يو يې غږ واوس دواړه سره بيل  دي يو "كابل" دى بل "خيبر" دىنظر او زړه مې دواړه ستا ليدلو پسې ګرځيوګړي اشنا دوه دي خو د دواړو يو سفر دى"کړاومنګل چې زړه ښه کړ د ک

29.11.2007 محمدحنيف حيران

غزل: زيارت سهار

نن د شعرونو شازادګان زما په لوري راغللځکه مي خيال  ته دغزلويوڅو توري راغللڅومره  خواږه  ه دڅومره پاسته و ګرانهدنظرغشی دې زړګي ته پورې وورې راغللدا  نابللی  مېلمانه دغه  ظالم   ستمګرزمونږ دکلي اود چم ښکلو ته ګوری راغللبيا به شپونکی راويښ شي بيابه شپېلۍ وغږيږيزمونږ پټوته يوځل بيادونو سيوري رراغلشملې به جګې شي نن به بيا ټکري خوځيږيداسې حالا ت زمونزه کلي ته سرزوري راغللباغ به له ګلو ډک شی ماليار به بېرته راشي بلبلان

24.11.2007 محمدحنيف حيران

غزل: حنيف حيران

په ژونـــدانه دې کوم يو ښــــــه ياد کړم؟ جــــــانانه تا په کومـــــــــه خوله ياد کړم؟اوس دې له خدايه په بل رنــــګ غواړماوس دې سجده کې په لمانځه ياد کړمتاته د وصل هيڅ احســـــــاس نشــــــــتهتــــــاته څــــــــه درد د بېــــــلتانه ياد کړمراځــــــه چې عشــــــــق تر انتـــــــها بوځوته به ما ياد کـــــــړې تابه زه يــــــاد کړمد زلفو سيـــــــوري ته د مخ لـــــــــمر تهکله ســــــاړه کله تـــــــاوده يــــــــاد کړمژبه مې خــــــــــپلو پښـــــــت

20.11.2007 محمدحنيف حيران

داجمل اند غزل

خيرکه ځنګله اوراخيستی  ونې ډېرې لږې دي راشه وا بارانه ! جېنکۍ په غره کې تږې دي ږدنو پسې تللی ملنګ هلته له پښو ولوېدهدلته د زيارت د کټارو کوترې  وږې ديهغه دی پاچا خلکو له لوږې ګډې بار کړلې ستا په خزانو خو اسوده د دربار مږې دي دا د  واورو کلی، ښایستونه یخ وهلي ديدلته ښکلې لږې ،خو د ونو غوندې جګې ديشونډې دې دسوي  زړه د تندې شاهدي واييسترګې د ې جانانه که رېښتيا ووايم، ټګې ديتېزو هواګانو راته ورو په غوږ کې وويل انده نوم يې مه لېکه ، و

19.11.2007 محمدحنيف حيران

دبېلابېلو شاعرانو دشعرونو غورچاڼ

څه لويه کيسه راته راياده شوهستا د خولې وږمه راته راياده شوه           نيمه شپه الهام په سجده پرېوتمخړه هديره راته راياده شوه.                           ( نصرت الله الهام) تر دې بدنامه تر دې سپکه ښه دهد بېلتانه بلا دې ورکه ښه دهدوی دې سپوږمۍ ته لاړشي لمر ته لاړشيمونږه  همدلته

14.11.2007 محمدحنيف حيران

دخيرخوا تازه غزل

لكه ځان لكه زړګى راباندې ګران دى په ټول كلي كې يو دى راباندې ګران دى! خداي مې زړه كې دومره مينه اچولېخپل خو څه كړې هر پردى راباندې ګران دى! خپل ګرانښت دې ته له دې نه تصور كړهستا د غېږې شين منګى راباندې ګران دى! كه ډاګونه دي، خارې دي او كه شاړېخو د خپلې زوكړې ځاي راباندې ګران دى! له غليمه پكې پور اخلم په زورهد پچير آګام تنګى راباندې ګران دى! دا چې سر په لاس كې وړم د جنګ ميدان تهشهادت غواړم مرګى راباندې ګران دى! د ماشوم په

13.11.2007 محمدحنيف حيران

دپښتو د نوماندو شاعرانودشعرونوغورچاڼ (دويمه برخه)

ستا په مړوند وينمه ستا د بېلتانه خوبونه جانانه بيا څه درنې شپې دي څه درانه خوبونهچې دې زما پېژندګلوي وکړه له درده سرهله هغې پس نه ته راغلې بيا نه خوبونه.               ( دروېش درانی) راځه يوه شېبه مې مل شه زه يواځې يمهپه دې پردي ښار کې مې خپل شه زه يواځې يمهزما په لاسو کې يې کرښې د بېلتون وهلېپه خوب و خيال کې مې کابل شه زه يوازې يمه.          

12.11.2007 محمدحنيف حيران

غزل: کړاو منګل

هر خوا ګوري هر خو څار كوي كړاود ښكاري په څېر رفتار كوي كړاود ګودر تر څنګ ولاړ دى په لمانځهخامخا د چا ديدار كوي كړاود چا سترګو رسولى تر جنونپه هر چا باندې ګوزار كوي كړاوبيا يې، بيا يې د غزل تابيا نيولېبيا د هسك د ستورو شمار كوي كړاوخوله يې وغوښته خوله وركه لېونۍكنه ټوله شپه ازار كوي كړاومېن نه دى خو په ښكلو پسې ګرځيښكاري نه دى مګر ښكار كوي كړاوتنها ناست وي د زړه حال پر پاڼه ليكيدغه ژوند او دغه كار كوي كړاو  

12.11.2007 محمدحنيف حيران

غزل: سيف الرحمان سليم

پښتانه د پښتونخواه درانه ښاغليد مغلو سېلاب يوړل لكه خليزمانه را پسې توره په لاس ګرځيلكه ما يې چې وي پلار نيكه وژليستا لاسونو ته به هسې خلك ګوريپرهارونه زما نه دي چا ليدليعجيبه ده محبوبه غېږه كې غواړېاو لاسونه دې خپل شاته دي تړليما په دار كړئ چې منصور خلكو ته ياد شيمودې وشوې څوك په دار نه دي ختلي  

12.11.2007 محمدحنيف حيران

داڅه حال دی؟

دغه خوب دلېدو نه دینه خوبونه دلېدو ديداحالت دلېدو نه دینه وختونه دلېدو دي څه تيارې دي خپرې شوېسمه او غر يې دی نيولیدی وحشي وحشي شېبو کېدا فرصت دلیدو نه دینه وختونه دلیدو نه دی ددی شنه اسمان تر څنګهدا زخمی زخمی وختونهمرګ او ژوبله ، بیوسی دهدا دهشت دلیدو نه دینه وختونه د لیدو دی پرهارونه مرګ او ژوبلهدبیرحمو قا تلا نود ظالمو جابرانودا وحشت د لیدو نه دینه وختونه د لیدو دی حالتونه توفانی دیاوس وختونه تو

12.11.2007 محمدحنيف حيران

په بسم الله باندې منګی پورته کړه

څومره په ناز باندې قدم وهې ته چې د ګودر په لاره راشې ګلېزه دې ښکالو د قدمونو اورمته راته هلته په خنداشې ګلې              قربان دې شمه له دې ښکلې ځوانۍوايم رښتيا ګېډۍ ګلو ښکارېطلب دې زه له نور ډېر کومهشې به د چا؟ ګېډۍ د ګلو ښکارې              د نظر غشي د ځوانۍ ونه خوريځان سره هر وخت سپېلني ګرځوهپردی کلتور په ما ښه ن

11.11.2007 محمدحنيف حيران

تاخو ويل چې زه به نښه درکړم

تا خوويل چې زه به نښه درکړم چې مخامخ شوو سره دواړه ګلې جيب ته دلاس کړما ويل څه راکوي خوښ شوم له ځانه سره وموسيدم ماويل رښتيا تسل دزړه راکوي خونه دايېنه نه دلجرړومه راکړه تش ددسر دماتيدو لپاره ړنده شې کاڼی راکړ ړنده شې کاڼی راکړتاخو ويل چې زه به نښه درکړم تاخوويل جې زه به نښه درکړم

11.11.2007 محمدحنيف حيران

دپښتو د نوماندو شاعرانودشعرونوغورچاڼ (لومړۍ برخه)

د پښتود نوماندو شاعرانو د شعرونو غورچاڼښه سړی د چا په بدو غرض نه کاکه څوک بد ورسره کاندي دی به ښه کاپه بارداره ونه تل وريږي کاڼي ورته ګوره چې بارداره ونه څه که.         ( خوشال بابا) يار راڅخه لاړشه پسې نه مرم ژوندی پايمتوُ زم په مينه چې لا پايم بې وفا يم.            ( حميدبابا) لکه زه چې ستا د غم پنډونه اخلمدومره پنډ اخيستی نه شي پهلوانکه له دره يې ش

11.11.2007 محمدحنيف حيران

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more