ستا په مړوند وينمه ستا د بېلتانه خوبونه
جانانه بيا څه درنې شپې دي څه درانه خوبونه
چې دې زما پېژندګلوي وکړه له درده سره
له هغې پس نه ته راغلې بيا نه خوبونه.               ( دروېش درانی)

راځه يوه شېبه مې مل شه زه يواځې يمه
په دې پردي ښار کې مې خپل شه زه يواځې يمه
زما په لاسو کې يې کرښې د بېلتون وهلې
په خوب و خيال کې مې کابل شه زه يوازې يمه.             ( عبدالباري جهاني)

زما د زړه په سر دې ور نه لګي
چې ستا د دنګې ځوانۍ سر نه لګي
ستا په ليدو شوم له ديدنه محروم
له خوشالۍ نه مې نظر نه لګي.               ( اکرام الله ګران)

د غرونو خلک يوکارونه د بازار نه کوو
شډل پډل ګرځو هيڅ ډول او سينګارنه کوو
له پړانګ څرمنه اړوو چې لنګې مېږې داړي
په څانګه ناسته مرغکۍ د کاڼي وار نه کوو.       ( پيرمحمد کاروان)

د خير وشر لښکرو منځ کې يم انسان يمه زه
دا دواړه زه يمه د دې دواړو ميدان يمه زه
منم له يوې خوا د شرونو تذکره به يمه
که مې له بلې ډډې ولولې، قرآن يمه زه.          (  مصطفی سالک)

نن دې ژړوم، ستا ژړولو ته مې زړه شوی
نن راته کنځل وکه، کنځلو ته مې زړه شوی
نورې ټولې کرښې په لاسونو رانه ورانې که
يه جانانه ستا د لاس ليکلو ته مې زړه شوی.            ( رحمت شاه سايل)

هم يې بېره ده ساتلې هم يې ټال دی
راشه ستا لېونی اوس هم په خپل حال دی
زه پښتون يم ته ښايسته يې دا پوره ده
په دنيا کې خو جلال دی يا جمال دی.               ( خالق زيار)

ای مستې نازنينې که دې غواړم ګناه نه ده
ته هم د خدای تعالی په نعمتونو کې راځې.          ( الياس ټلوال)

خوب کې کلي ته کتار آسونه راشي
په بمونو باندې بار آسونه راشي
په لېمو کې يې تصوير دو ير ښکاريږي
پېښور ته له مزار آسونه راشي.                           ( اجمل اند)

چېرې مو ونه ټکوله دروازه د جانان
بيا يې ګيله ولې د جګو دېوالون کوو
زمونږ د وطن په مستقبل ځکه يقين نه راځي
چې د حالاتو اندازه له اخبارونو کوو.                   ( رحمت الله درد)

ستا ښکلا مې په چا نه لوريږي شوم يم
سړی نه شومه لا هاغسې ماشوم يم
کوم ساعت چې ما او تا غاړه غړۍ يو
نه پوهېږمه چې دواړو کې به کوم يم؟                  ( عزت الله ځواب)

څومره مغرور وم ، څومره ښه خوی د ملنګ مې وکړ
زه چې د زړه له بامه ولوېدمه شرنګ مې وکړ
جلانه مړ شې اخر دومره بې غوري څنګه وي
پاڼه د ګل وم اخر اوسپنه شوم زنګ مې وکړ               ( جيلاني جلان ځاځی)

اوس ايله راپاته ده د اوښکو خزانه خپله
موږ بې ستوريو خلک موږ بايللې زمانه خپله
هو منم ياران د بلبلانو سکه وروڼه دي
ما درمله بيا هم ده ويلې ترانه خپله.                    ( احسان الله درمل)

دنګه وه په ملا باندې راماته شوه
ويې خندل ما باندې راماته شوه
داد چينار ونه ده ټالۍ وهي
مړ به شي که چا باندې راماته شوه           ( فضل الرحمن رحماني