پېغور په انسان ډېر اغېز كوي، كه څه هم پېغور ډېر مثبت اړخونه لري، چې د هغو له وجې ډېرې لويې لويې لاسته راوړنې شوې دي. په څنګ كې منفي اړخونه هم لري، مثبته نمونه به يې د ملالۍ هغه لنډۍ ياده كړو، چې په ميوند كې يي ويلې وه:
كه په ميوند كې شهيد نه شوې
خدايږو لاليه بې ننګى ته دې ساتينه
كه دا پېغرتې لنډۍ ملالۍ په ميوند كې افغان جنګياليو ته نه واى ويلې؛ نو پرنګيان هسې هم بريالي وو، بريالي به وو، چې دا پېغرتې دا لنډۍ افغان جنګياليو واورېده هغه هم د ښځې له خولې نه؛ نو دومره اغېز يې پرې وكړ، چې بايللى جنګ يې بېرته وګاټه، اوس د پېغور پر هغه اړخ، چې په ټولنه كې ډېرې ستونزې راولاړوي يو څه خبرې كوو.
د مثال په ډول كه د دوو ګاونډيو ښځو سره جنګ شي، كه په دې كې د يوې لور په بدل واده شوې وي، يعنې دې لور يو چاته وركړې وي، هغې دې ته وركړې وي، كه د لور نه يې كومه غلطي وشي، د كور غړي، خوسر، لېر يا خپله خاوند ددې لور وهي ټكوي؛ نو دا ګاونډۍ پېغور وركوي.ورته وايي: "ورشه لور دې وګټه"؛ نو د ناوې مور، چې كور ته راشي خپلې نږور ته يې په زړه اور بلېږي، كه څه هم نږور يې هم لكه لور داسې ده، كه خپله يې وس وي پخپله سر ترې شكوي، كه نه خاوند يا زامنو ته وايي: "ستا لور يا ستاسو خور باندې څه كوي، بدلنۍ دې يې كراره ناسته وي؟!"؛ نو كه خوسر يې وي، لېورونه يا خاوند يې راجګېږي د خور غچ له دې نه اخلي. يو خوا يې ددې په حق كې ډېر ظلم وشي؛ ځكه چې دا بې ګناه وي، بل يې د كورنيو تر منځ نفرت رامنځته شي.
كه چېرې يوه جلكۍ (نجلۍ) په نژدې كليو كې واده شوې وي، جلكۍ به ډېره ښه وي؛ خو كه د كورنۍ كوم غړى يې ناروغ وي، مثلاً ساه بندي يې وي يا يې تبركلوز وي... كه په څه خبره يې له چا سره جنګ شي پېغور وركوي، چې د خوسا لورې! د بوين لورې! د هغې پر زړه يې د تل لپاره داغ ږدي، وايي: "د تورې پرهر جوړېږي، د ژبې پرهر نه جوړېږي".
كه چېرې د چا نه په خطايۍ كې مړى وشي، په هغه سپين ږيري راټول كړي، پسه يا پسونه ورولي، ننواتې يې وكړي لانجه حل كړي.
بله ورځ كه په څه خبره له تربره سره بد شي، پېغور وركوي، چې "پلانى دې وګټه" هغه بس راجګېږي يا خپله هغه كس، چې چا مړى كړى وي، لا يې ورور، زوى، وراره وژني. دوستي يې د پېغور له لاسه په دښمنۍ بدله شي.
همدارنګه كه څوك له چا سره په جنګ شي، مقابل لورى په چاقو يا خنجر ووهي، سپين ږيري او جرګه ماران پسونه او پور ورته پرې كېږدي، روغه جوړه يې وكړي.
كه له چا سره په څه خبره بد شي، پېغور وركوي: "ځه ورشه ځان دې وګټه" دى خپله، ورور، زوى يا وراره يې راجګېږي، غچ ترې اخلي په دې خيال، چې ننواتې به يې وكړم، پسونه يې راوستلي وو، پسونه به ورولم، پور به يې وركړم خلاص به يې كړم.
هغه خو ده ته ځان نه تړي، چې څومره يې خوږ كړى وي، هماغومره يې خوږ كړي. كه زيات يې خوږ كړ هم جوړه نه شوه، كه مړ يې كړ بدي هم ور تر غاړې شوه، د پېغور د وركولو له وجې.
كه د دوو تنو سره جنګ شي، په جنګ كې كه د كوم يوه لاس يا پښه مات شي بيا چې سپين ږيري او جرګه ماران روغه جوړه ورته وكړي، كه بله ورځ له چا سره په څه خبره بد شي هغه سمدستي پېغور وركوي، چې "لاس يا پښه دې وګټه!"، دى سمدستي راجګېږي كه لاس يې مات وي، لاس يې ماتوي، :ه پښه يې ماته وي، پښه يې ورماتوي؛ خو دا پته يې نه وي، چې لاس يا پښه يې دده له لاس يا پښې نه زيات ماتېږي، دوه ځايه ماتېږي، كه زيات مات شي، بيا يې هم پور پرې واوښت، كه دوه ځايه مات شي بيا يې هم پور پرې واوښت. روغه يې په بدۍ بدلېږي، د پېغور وركولو له وجهې.
نو ګرانو ورونو او خوېندو! كه تاسې سړي يا ښځې ته پېغور ور نه كړئ، د دوى دوستي به ولې په دښمنۍ بدلېږي، تاسې د پېغور پر ځاى بايد ډاډګېرنه وركړئ، چې څومره ښه د پښتو په څلي خښ شوئ، له دې نه پس تاسې بايد له هغوى سره دوستانه او ښې اړيكې ولرئ، نه دا چې تاسې هغوى ته پېغور وركړئ او په زړه كې يې د كركې تخم وكرئ.