لكه ځان لكه زړګى راباندې ګران دى
په ټول كلي كې يو دى راباندې ګران دى!
خداي مې زړه كې دومره مينه اچولې
خپل خو څه كړې هر پردى راباندې ګران دى!
خپل ګرانښت دې ته له دې نه تصور كړه
ستا د غېږې شين منګى راباندې ګران دى!
كه ډاګونه دي، خارې دي او كه شاړې
خو د خپلې زوكړې ځاي راباندې ګران دى!
له غليمه پكې پور اخلم په زوره
د پچير آګام تنګى راباندې ګران دى!
دا چې سر په لاس كې وړم د جنګ ميدان ته
شهادت غواړم مرګى راباندې ګران دى!
د ماشوم په څېر خيرخوا ياره هغه هم
لكه سم د لوبو شى راباندې ګران دى!
13.11.2007
- محمدحنيف حيران
پېغور په انسان ډېر اغېز كوي، كه څه هم پېغور ډېر مثبت اړخونه لري، چې د هغو له وجې ډېرې لويې لويې لاسته راوړنې شوې دي. په څنګ كې منفي اړخونه هم لري، مثبته نمونه به يې د ملالۍ هغه لنډۍ ياده كړو، چې په ميوند كې يي ويلې وه: كه په ميوند كې شهيد نه شوې خدايږو لاليه بې ننګى ته دې ساتينه كه دا پېغرتې لنډۍ ملالۍ په ميوند كې افغان جنګياليو ته نه واى ويلې؛ نو پرنګيان هسې هم بريالي وو، بريالي به وو، چې دا پېغرتې دا لنډۍ افغان جنګياليو واورېده هغه هم د ښځې له خولې نه؛ نو دومره اغېز يې پرې وكړ،...
13.11.2007
- محمدحنيف حيران
فيس يې كم اخيسته، كه زيات، هغه د كندهاريانو خبره د مور شيدې يې شه؛ خو له دې حقيت څخه هېڅوك سترګې نه شي پټولى، چې مدير صاحب (محمد يار) د افغاني بچو لپاره د غرغښت د عالي لېسې په جوړولو سره تلپاتې خدمت وكړ. دا لېسه د كرمې ايجنسۍ په صده بازار كې جوړه شوې وه او نظم او يونيفارم يې دومره زړه راښكوونكي وو، چې زما غوندې د ډېرو زړه يې د مهاجرو په مكتبونو كې تنګ كړى و. څه سر به مو خوږوم، هغه ورځ هم خداى(ج) راوسته، چې د لومړي ځل لپاره مې ددې لېسې په انګړ كې ګام كېښود. د لېسې له عصري ماحول سره زما غوندې د...