فيس يې كم اخيسته، كه زيات، هغه د كندهاريانو خبره د مور شيدې يې شه؛ خو له دې حقيت څخه هېڅوك سترګې نه شي پټولى، چې مدير صاحب (محمد يار) د افغاني بچو لپاره د غرغښت د عالي لېسې په جوړولو سره تلپاتې خدمت وكړ. دا لېسه د كرمې ايجنسۍ په صده بازار كې جوړه شوې وه او نظم او يونيفارم يې دومره زړه راښكوونكي وو، چې زما غوندې د ډېرو زړه يې د مهاجرو په مكتبونو كې تنګ كړى و. څه سر به مو خوږوم، هغه ورځ هم خداى(ج) راوسته، چې د لومړي ځل لپاره مې ددې لېسې په انګړ كې ګام كېښود. د لېسې له عصري ماحول سره زما غوندې د شډلو پډلو بلدتيا وخت غوښته؛ ځكه خو ښايي ځان راته بې جرئته برېښېده. له چانه مې د اتم ټولګي د كوټې پوښتنه وكړه او چې راويې ښوده؛ نو زه هم په رپېدلو پښو وردننه شوم.

د لېسې د شروع اوله ورځ وه. ټولګي ته لا تر اوسه يوازې يو كس راغلى و او د اول كتار په يوه څوكۍ يې په چاقو خپل نوم تراشه. خداى(ج) شته په هماغه لومړي ځل ليدو مې پرې سترګې خوږې شوې او ددې لپاره، چې وښايم حواس مې په واك كې دي، ورته ومې ويل:
حگوانيمركگ خان محمد مفتون
_ په يوه څوكۍ زما نوم هم درسره وليكه!
هغه سترګې راپورته كړې او يوه شېبه يې همداسې حيران راته كتل. بيا راپاڅېد او له ستړې مشي وروسته يې راته وويل:
_ ته زموږ نوى همصنفى يې؟!
_ هو!
_ احسان الله خو به نه نومېږې؟!
_ هماغه يم.
بس په لومړۍ ورځ يې له ځان سره د يوه دوست غوندې په خوا كې كېنولم.
ما ورته وويل:
_ تاته زما نوم چا ښودلى و؟
موسكى شو، څو ورځې مخكې د رخصتۍ په ورځو كې لېسې ته د نويو كتابونو د اخيستلو لپاره راغلى وم، چې مدير صاحب ستا د داخلېدو او لياقت خبرې راته وكړې.
ما چې په لومړي ځل د خان محمد مفتون دومره مينه وليده؛ نو خداى(ج) شته، چې په زړه كې مې كېناست او زه په دې وياړم، چې له هغه سره زما مينه او دوستي له هماغه لومړۍ ورځې راواخله، تر وروستي ديدن پورې په هماغه رنګ پاتې شوه.
دا شېبه، چې زه د هغه په باب څه ليكم؛ نو د استاد پسرلي يو بيت مې په ذهن كې ګرځي، چې وايي:
غـــــم د هغو كوه چې غم لري او غم پېژني
ګنې كورونه خو هم ډېر د اّب و ګل پرېوتل
هو! هره ورځ ډېرې د اوبو او خاورو مجسمې ړنګېږي؛ خو مفتون صاحب چې ما څومره پېژانده، داسې يو مينه ناك او خوږ انسان و، چې په ډېر غم او وير كولو ارزي. ددې خواږه انسان تر ټولو ستره ښېګړه، چې دى هم پرې نازېده د فطري وفا هغه اوبه وې، چې خداى(ج) دده خټه پرې لمده كړې وه.
د ښوونځي په دوران كې به يې تل راته ويل: ښايي له فارغېدو وروسته څوك د چا پوښتنه ونه كړي؛ خو ماته به ګورې، چې څنګه يې درسره پالم!
دا خبره نورو هم كوله؛ خو يوازې ده رښتيا كړه. دادى زموږ له فراغته درې كاله تېرېږي؛ خو په دې دومره موده كې ټول له يوه بله ورك يو، يوازې مفتون و، چې له ټولو ټولګيوالو سره يې په تليفون، برېښناليك او يا زما غوندې مخامخ راشه درشه لرله.
خداى زده زه ولې دا شېبه داسې محسوسوم، چې خان محمد مفتون تر ټولو ټولګيوالو زما زيات ملګرى او رازدار و. ښايي لامل به يې دا وي، چې ما او هغه له يوه كس سره روحي او ذهني تړون درلود؛ خو عجيبه يې دا وه، چې زما او دده يارانه او دوستي هم د زړونو د بايلاد تر بريده رسېدلې وه، كله به مې چې ونه ليده؛ نو ليكونه به مې ورته ليكل او خداى زده، چې ولې ددې ليكونو توپير زما له نورو عاشقانه ليكونو او په اصطلاح محبتنامو سره نه كېده؟!
زه او هغه ډېر ځله په وړو خبرو سره خپه كېدو؛ خو له څو ورځو زيات مې نه يادېږي، چې نه دې وو سره غږېدلي. بس خپه به شوو؛ خو د غږېدلو چل دواړو ته معلوم و، يا به له رخصتۍ وروسته دده په دوكان كې سره غاړه غړۍ شوو او يا به دواړه سهار وختي په ټولګي كې يو بل ته موسكي شوو.
كه څه هم زما ملګري به خداى(ج) خبر اعتراف وكړي كه نه؛ خو زه يې وايم، چې موږ د ښوونځي په دوران كې كوم كور ته ډېر زيات تللي راغلي يو هغه د مفتون صاحب كور و. داسې يكشنبه (د رخصتۍ ورځ) كمه راته يادېږي، چې موږ به پر هغه ځانونه نه بارول؛ خو دې كار ته تر ټولو دى پخپله زيات خوشحالېده. بس د يارانو او ملګرو د مجلس مَېن و؛ خو كله به چې ورسره تلو؛ نو راپورې خندل به يې او په ټوكو ټوكو به يې رانه ډوډۍ بېرته واېسته.
يوه ورځ يې يو وراره پيدا شوى و، په ټولګي كې چا هغه د سالك صيب خبره كېس ايمرجنسي كړ؛ نو ټول ملګري ورپورې د مچيو غوندې ونښتل او د كوم پروګرام د جوړېدو غوښتنه يې ترې كوله.
هغه په خندا وويل: دا تاسو خو نه شرمېږئ؛ خو له ما نه هره ورځ په كور كې پوښتنه كوي، چې دا همصنفيان دې څه كور و اور لري او كه نه...؟!
ما ورته وويل: ددې پوښتنه، چې درنه كوي، ولې دا پوښتنه نه درنه كوي، چې دا ته چېرته په مياشتو، مياشتو ورك يې...؟!
له دې سره ټولو ټولګيوالو وخندل او بله ورځ پرې ورشېوه شوو.
يوه بله ورځ بيا په دوكان كې ددې لپاره ورته ناست وو، چې ورسره لاړ شو، د خلكو په مخكې يې راته وويل: دا زموږ سپي په تاسو پورې ولې نه غاپي؟ او ما تر اوسه نه پېژني؟
ما ورته وويل: تا نو څنګه وپېژني په مياشت كې كور ته نه ځې...
له شعر و ادب سره يې زياته مينه درلوده، كه څه هم ماته يې تر اخره پورې د شاعر په سترګه نه كتل او په دې وروستيو شپو كې يې هم له يو چا سره زما په باب ويلي وو، چې "شاعر نه دى"؛ خو مينه يې د ستايلو وه. په لېسه كې به كه موږ مشاعرې جوړولې، منډې ترړې او نور سمبالښت به يې ده او نورو ملګرو پر غاړه و.
نور بيا.........