څه لويه کيسه راته راياده شوه
ستا د خولې وږمه راته راياده شوه
نيمه شپه الهام په سجده پرېوتم
خړه هديره راته راياده شوه. ( نصرت الله الهام)
تر دې بدنامه تر دې سپکه ښه ده
د بېلتانه بلا دې ورکه ښه ده
دوی دې سپوږمۍ ته لاړشي لمر ته لاړشي
مونږه همدلته ښه يو زمکه ښه ده ( لطف الله خيرخوا)
د يار د مړي ژوند حال ورک شي
کله پيدا شي کله کال ورک شي
فطرت نه داسې خپل جانان ورک دی
لکه شپونکي نه چې خپل مال ورک شي. ( سعدالله فطرت)
ته دې نه وې بې له تا نه ښکلي ډېر دي
تانه څو چنده جانانه ښکلي ډېر دي
که سالک د ننګرهار په ښکلو وياړي
په پکتيا کې هم حيرانه ښکلي ډېر دي. ( محمد حنيف حيران)
څو ساړه ساړه اسويلي مې زړګي ته غاړه ورکړي
بس چې کله راياديږي قامـــــــــــتونه قيامـــــــتونه
په بې مينې، بې الفته انسانانو کې شمېر نه شــم
که له زړه مې وکوچيږي قامتونه قيـــــــــــامتــــونه ( عرفان الله څپاند)
مه راوړىء غونچې عونچې ګلونه پرښتو راته
زه دوينو رنګ لرم سينګآر دزولنوته مې
هرڅه سندريز شولو شرنګار دزولنو ته مې
وچاودې سپېدې دشپې سهار دزولنو ته مې. ( فضل ولي ناګار)
ساقــــي سعود سره د صـــــــبر خزانې ډکې دي
له مېکدې دې بې خماره ځي او هيڅ نه وايي.
قدم قـــــدم باندې تر داره ځي او هيڅ نه وايي
يو کــس د چم په لويه لاره ځي او هيڅ نه وايي ( سيد شاه سعود)
خلكو هـــغـــــه ګناهکار پيژنئ (مهجور) يې بولي
هــغـــــه په مينه كې ځان پړبولي د عوې هم كوي
خلــكـــو تندي د ښكلــــولو وي سجدې هــــم كوي
شېخان هم خوله غواړي لباس كوي توبې هم كوي ( احسان الله مهجور)
مخ ته چې له شرمه نه لاس ونيسي
روح د هر ارمان رانه پاس ونيسي
دومره د ساحردوينو تږی دی
هر زخم ته لپه ګلاس ونيسي. ( غيور ساحر اريوبي)
داسې مې ياد وې چې بيخي مې له زړګي نه وتې
داسې مې هېر شوې لکه خدای چې پيداکړې نه يې
د نن نه پس به دې د سر په سترګو داسې ګورم
لکه بيخي چې ته ددې نړۍ وګړی نه يې ( عمر دراز مروت)
زنده گــي ده ځيـګرخـون سره تـيريـږي
بنـده گي ده له ازمــون سره تېريــږي
هوښياري له خدایه مه غواړه مشعله
دلته ژوند تش له جنون سره تيريږي ( لطف الله مشعل)
خلک جل وهلي دي او ته لکه باران
خدای(ج) نه به دې غواړو په لمانځه لکه باران
ګورې به دا دښتې به هم ګل شي يوه ورځ
رابه شي يو څوک لکه اوبه لکه باران ( حميد شجاع)
په راز مو لکه واړه پوهيدلي ماشومان
مسکي شي چې مې وويني د کلي ما شومان
ګلونه مې ورکړي وو خو ته ېې پيدا نه وې
پرون درپسې ډير وو ګرځيدلي ماشومان ( بلېنډه بدرۍ)
د خيال په بام ستوري ته لاره نيسم
ستا د الهام ستوري ته لاره نيسم
ځمه د غره په څوکه غلی کېنم
نن د ما ښام ستوري ته لاره نيسم ( ارمان لېونی)