محمدحنيف حيران
نوم مې محمدحنيف او تخلص مې حيران د پکتيا ولايت د سېدکرم ولسوالي اوسېدونکی، له منځني طب څخه په پېښور کې فارغ شوی يم، همدارنګه د ادب د مبارکې مدرسې يو کوچنی چڼي هم يم او اووکتابونه مې دوه يې شعري ټولګې، يو د ټپيزو کتاب،درې ژباړې او يو فولکلوريک اثر دې، کښلي دي.
شــــــــعرونـــــــــــــــــه
د جلان خوږه غزله
پـــه قــــدم قـــــدم روان يـــمـــه درګورمستا دستړي وخت جانان يـــمـــه درګورمپه لېموکې دې ښايست ديــــــــــو چا لولميو سپېڅلى مسلمان يــــــــــمـــه درګورمدنظرلمبې دې مړې مـه شه جانــــانـــــه!توره شپه د بيابـــــــان يمــــــــه درګـورمدفطرت د چينې غــاړې ته دې نـاست يميــــــــــوه تنده يو ارمـــــان يمـه درګورمكه انكار دې د انـــــګارد مــاڼۍ برج شيخوستا (جلان) يمه (جلان) يمـه درګورم
اغزي او ګلان
يوڅو كلونه مې د ژوند له كلو بېرته باسمژوند كې يې نه شمېر مهزۀ مې دعمر كليز،بېرته له سره ليكميوڅو كلونه مې په خپل عمر كې نه شمېرمهپوهېږې كوم كلونه ؟هغه كلونه چې له تا سره مې مينه وكړههغه كلونه چې مې عقل رانه تاوړى وهغه كلونه چې مې ذهن كې يوازې ته وېهغه كلونه ستا دعمر په كلو زياتومژوند كې يې نه شمېرمهپه دې اميد كې رانه هېره شې ته په دې اميد چې بيا دې ياده نه كړمرښتيا !كه دا كلونه مې د ژوند له كلو بېل كړمرانه هېره به شې ؟نه نه
غزل
هرخوا ګوري هر خوا څار كوي كړاودښكاري پـــــه څېر رفتار كوي كړاود ګودر تـــــرڅنګ ولاړ دى په لمانځهخامخا د چـــــا ديـــــدار كــــــوي كړاودچـــــا سترګو رسولى تــــــــــر جنونهپه هـــــــرچا باندې ګوزاركــــوي كړاوبيايې - بيايې دغــــــــزل تــــا بيا نيولې بيا د هسك د ستورو شمار كــــوي كړاوخوله يې وغوښته خوله وركــړه لېونۍكه نـــــــــه ټوله شپه ازار كـــوي كړاومين نه دى خـــــو په ښكلو پسې ګرځيښكاري نه دى مـــــګر ښكاركو
ګلاب ګلاب جانانه
کله ناکله راته دومره خوږشېچې ستا په ياد کې شونډې وچيچيمهمينه داستا په يوه ګلاب وکړمهمهينې شونډې ترېنه دومره واخلمچې ټول خولې خولې شيلکه يتيم په اوښکو ولمبيږيخو کله کله داسې هم وشيچې ستا ګلاب شونډو ته وژاړمهداستا جفا راياد شياود ازغيو جامې واغوندمهستا له نازک ګلاب ګلاب بدنه داسې راتاوه شمهچې درقيب ګوتې هم ورېبمه.
د سيدشاه سعود تازه غزل
قدم قـــــدم باندې تر داره ځي او هيڅ نه وايييو کــس د چم په لويه لاره ځي او هيڅ نه واييد شــــــــــپې په توره لوپټه باندې مشکڼې پييسپوږمۍ روانه تر سهاره ځې او هيڅ نه واييوايي چې ده به مــــــــلامتـــــــه زندګـــــي کولهقـــــلندران يې تر مــــزاره ځي او هيڅ نه واييزه ترېنــــــه خوب کې زولنۍ د زلفو وغواړمههغه مې سترګو نه بيداره ځي او هيڅ نه واييساقــــي سعود سره د صـــــــبر خزانې ډکې ديله مېکدې دې بې خماره ځي او هيڅ نه وايي.
عبدالله صداقت ته ډالۍ
راشين مې دی په زړه کې د ګلاب په څېر يو څوکزرينې ښکلې پاڼې د کتاب په څېر يو څوککوتره مې د خيال تېرو پنجو کې رانه وړيرا ټيټ شي يو نا څاپه د عقاب په څېر يو څوکجومات ته پسې ځم او مېکدې ته پسې ځموالله چې راته ګران دی د ثواب په څېر يو څوکوابه خيسته ستورو ترې رڼا په غېږو غېږوروښان و، د سپين لمر او
ته عجيبه سړی يې
زه د لمبو په رقابت کې نه مرمهره شېبه ترې غېږې غېږې راوړمد سرو ګلانو مينه ماته کړم پرېته عجيبه سړی يېد ګلو منځ کې اوسېمينه هيڅ نه پېژنېلکه په سرو لمبو کې ژوند تېروې.
د جلان ځاځي خواږه شعرونه
څه وکړم لمبو په مخه کړی يم &nb
زه به بيا څه کومه؟
اخ سره لاسونه رانه مه تاووهد جدايي زور دې هيڅ نه لرمهکه مسافر شوم بيا به څه کومهزه به دا ستا ښکلي يادونه نمانځمکه نا خواري او مزدوري به کوم؟
کاروان صاحب ته ډالۍ: حميده پکتيانۍ
پېغله يمه شرنګ مې دبنـــــــــــګړو له مېنځه باسمهغشــــــــــــي دبڼو مې د زړګو له مېنــــځه باســـــــــــمهسترګو ته مې ستا دانوراني مخ سيوری سيوری شينوم دې که هر څومره دمغزو له مېنــــــــــــــــځه باسمهخدايه ته زما له دې احساسه ســــــــــــوله جوړه کړېخدايه افغانان مې دجګړو له مېنـــــــــــــــځه باسمه
زړه مې نه ځي له کوچيو
نه ځم، ښكلې كوچۍ نه ځمزړه مې نه ځي له كوچيوله دې شپول له دې كېږديوله دې مېږو او سېرليوتوبه كلي كې مې زړه چويهم په غم هم په ښاديونشته بله مشغله موسره وژنو په مرميوتل اخته يو په بديود خېمې ليمڅي دې ښه ديله قالينو او دريو¯¯¯نه ځم، ښكلې كوچۍ نه ځمښا
غزل
زموږ لـــــــــه لاســــــــه يې وارونه مرګنــــدي خــــــــوړليپه موږ پسې چې څوک راغلــي موږ ژوندي خــــــوړليڅوک چې د غصب مېلمستيا له دغې خاورې غواړينو د افغــــــــان د لاس ټکـــــــونه يـــــې تــــــندي خوړليزموږ په چـــــــم ګاونډ کې خلکو بل شان سپي ساتليسم لېـــــــوني دي زموږ يې ْډېر د ســـر سړي خـــــوړليله ډېره هـــــجره پس د خپــــــل کلــــــي ديــــــدن ته لاړمخو ومـــــې نه پــــــېژنده ټول کلـــــي لوګـــــي خــــوړلينښـــــه کــــــه نه ده قيــــام
د نصرت الله الهام نوی غزل
ښکلا دبنګړو شور به درپسې وي ته ترې منډې وهه اور به درپسې وي دې په دواړو پښو شل ته، چې دې غږ کړ نور به منډې وهي نور به درپسې وي دښکلابيم چې دې دغسې غږېږي نوزما دزړه منګور به درپسې وي تکې سپينې ته ترې مخکې، مخکې درومه دا له رنګه تکه تور به درپسې وي ګړنګونو نه چې بچ شولې ( الهامه )بس دعا دخپلې مور به درپسې وي پېښور پښتونخوا : ٢٠٠٦ ز
د جلال احمد امرخېل دوه غزلونه
چې راياده به شوې ته په ميکده کې نو راپرې به وتم زه په ميکده کې کوم بدبخته د جانان غمونه هېر کړل کوم بدبخته شو ويده په ميکده کې دا خو ته راغلې چې وار رانه خطا دى دومره نه ومه بې زړه په ميکده کې بيګا بيا کړې امرخېل ته چا ورياده جګېده او غورځېده په ميکده کېغزل د خپل روح اصلي تصوير په ايېنه کې شو ليدلى د ضمير په ايېنه کې د ښکلا د قدر شپې ته مخامخ ده ځان ته ګوري په ځير ، ځير په ايېنه کې زه ترې راغلم خو زما
د غ، ساحر اريوبي په زړه پورې شعرونه
د اريوب خاوره عجـــــــيبه خاوره دههر څه چې ســــــپړي نو ګلونه سپړيخو چې موسم راشي د اور او توپانبيا يې اســــمان هم تنــــدرونه سپړي غ، ساحر اريوبي درده اباد اوسې زخمونه دې اباد کړي ديمينې ژوندۍ اوسې چې زړونه دې اباد کړي ديڅومره په لويــــو توپانــــــونــــــو کې ونه نړېدلمينې کوډګرې سخت کورونه دې اباد کړي ديډېره منــــــنه ستــــــــا د هــــــر يو مـــسيحا نظر
د خيرخوا خوږه غزله
تر دې بدنامه تر دې سپکه ښه دهد بېلتانه بلا دې ورکه ښه دهدوی دې سپوږمۍ ته لاړشي لمر ته لاړشيمونږه همدلته ښه يو زمکه ښه دهزلمی دې کلک وي له فولادو جوړ ويپېغله پسته ښه ده نازکه ښه دهته به له نازه وايې مړ شې خو پامله دې جملې سره خدای مه که ښه دهد شعر ورد به دې له بدو ساتيد خيرخوا ناسته له بل ځکه ښه ده.
دفطرت ښکلی غزل
د يار د مړي ژوند حال ورک شيکله پيدا شي کله کال ورک شيورپسې داسې لالهانده ګرځملکه ايرو کې چانه لال ورک شيتا راپه زړه کړم ګوندې شعروليکمچې تا راياد کړمه نو خيال ورک شيبېګامې ډېر عجيبه خوب ليدلیمانه شړۍ له تا نه شال ورک شيفطرت نه داسې خپل جانان ورک دیلکه شپونکي نه چې خپل مال ورک شي.
د دروېش دراني غزل
زړه مې درد کوي له زړه ورپسې ژاړم دښمنان چې مې وي مړه ورپسې ژاړمما د يار دغه غوښتنه هم پوره کړهنه يې نوم اخلم او نه ورپسې ژاړم بېلتانه دې د هر چا په غم شريک کړميار دبل درومي او زه ورپسې ژاړمچې تر څو مې وي دا زړه نو يادوم يې چې تر څو لرم لېمه ورپسې ژاړممخ او زلفې يې په ياد راځي دروېشهپه رڼا او په تياره ورپسې ژاړم
غزل
زما د زړه په سکه مهر د يقين شو جاناند اوښکو فصل شو په سترګو کې مې شين شوجاناند غرغرو تر غړونديو غاړې مونږه وروړېچې راغی وخت د نورو غاړو لونګين شو جانانکاينات رام شي ورته لاس ته چې د چا ورسيخدايه دا څه د سليمان دلاس نګين شو جانانستوري سپوږمۍ ورسره نه شي مخ کېدی له شرمهد لمر يې زړه له ځانه تور کړ داسې سپين شو جانانزما نغمې به د بلبل له ستوني خود راڅاڅيسهار ګلاب، غرمه نرګس، ماښام نسرين شو جانانملا که ولېد يادوي به يې په شنو قلقلود ترنم په سين کې ډو ب لکه
غزل
خيال دی، تنهايي ده، ستا باڼه او زهمخامخ په دښته کې شوو غله او زهځو دواړه د سرو ګلونو پښې مېنځومله د يوې لارې يو اوبه او زهنه لري زره خپلوي د لمر سرهښه دې وې چې :(څه يو سره ته اوزه؟)تا چې خوږولې سترګې نورو تهټوله شپه تراخه وو سره زړه او زهدومره راته زړه د نصيب نه دی سپينياره تور د مينې د هغه او زه؟!درد مو يو دی دواړه له تا پاتې يويو ځای به شو خاورې ستا د پله او زهځه درمله ځو د زهر جن ژوند نههر خوا چې غوږ تاو کړو اورو زه او زه.
د لمر نيازي په زړه پورې نظم
لېونتوب مې ؤ ملګرىماشومتوب ؤ راپه برخهپه هر رنګ کې د وجود په لټون سر وملاړم لاړم، اور ته لاړمغېږ يې راکړه وجود نه ووتش رنګونه سوځول وونه وجود وو نه يې نښېبس يو رنګ وو چې شهود يې د وجود ووڅو پېړۍ پکې ميشته شومچې مقصود په لاس رانغىله اورونو رابهر شوم له رنګونو را بهر شومبيا هم لټه کې د رنګ شومپه بل هيڅ مې نظر نه ووبس په رنګ پسې کاته وو.ناګهانه مې خوله په تندي راغلهﻻس مې وروړ ما وې څه دي چې خواږه دي!په زړګي ښه لګېدل خو، پو
د خيرخوا صاحب د شعر پر ليکه
لاړلو نـــظر د تنـــدي خـــــال کلــــــي کـــــې واړوليار دې بـــــېرته بيا د کليـــــوال کلي کــــې واړولهيچا هم عقدې د خپل مغرور هوس سړی نکړېډېرو د ننـــــګونــو د ابــــدال کلـــــــي کـــــې واړوليوه شپه يــــې هم لاس لکه مين پرې راچاپېر نکړســـــتورو خو ټول عمر د هلال کلــــي کــــې واړولشاته درپـــــــسې د تغــــــزل کـــــــډې هم راغـــــــللېکلـــــه نه چـــــې تــــــا زما د خيـــــال کلي کې واړولنه مــــې ټنډې ته کتــــل او نه مې لاس چاته ښــودهخپله
غزل
لــــــکه اوښــــــکه په کـــــږو لارو روان يـــــمراستون شوی دخپل ورک زړه له ارمان يمميينــــــان د اناالـــــحق راتــه نـــه ښـــــکاريځــــوړند دار ته زه ولاړ ځــــکه حيــــــران يمد ګرېـــــوان قــــــــهر مې ونــــړوو اوښـــــــکولکه سيـــــند د اباسيـــــن په شــــور روان يمته ډېـــوه شــــــه داد ژوند کور مې رڼـــــا کړهزه هم ستوری ستا پر سر د سپين اسمان يميم شــــــاهين پر لوړو غرو ځــــکه پرواز کړمزه مجبور د خپل مغروره خـــــوی له شان يم.
د ارواښاد خالص بابا پر مړينه
بس تر پايه له اغازهژوند دې ډک شو له اعزازه نور باطل او حق جلا شولپرده پورته شوه له رازه پس له مرگه زندگي دېشوه د خداى په کرم سازه ځينې وخت خو معلومېږيد روحونو له پروازه دا معلوم کړئ چې خپه يمد زړگي له اهتزازه حقيقت به سره وايواو بغير له امتيازه تانه نور څه پاتې نه ديتانه پاتې دوه محازه ته زمونږ دويم بابا يېاى ثاني غريب نوازه
غزل
په اوښــــکو نه ارزي په غـــــم نـــــه ارزيژوند داسی دی چې په هيڅ هم نه ارزيســـــترګې مو وخـــــــوړې غـــــبار دلارېلا دګـــــــــــلرنــــــګو په قــــــــــدم نه ارزيمات کړل ريـــــا دشېــــخ داوښکو غميپه تبســــــم اوس دصــــــنم نـــــــــــه ارزيموږ ژوند پرېږدو په غنمرنګو پســــــېموږ تـــــه جـــــــنت په يو غنـــــــم نه ارزيهرڅــــــــوک په تېغ د نظر ولې وژنــــــې؟هر څوک په تــــــــوره درستــــــم نه ارزيددرمـــــــــل غــــــــــږ به پرهر ژلی