هرخوا ګوري هر خوا څار كوي  كړاو
دښكاري پـــــه څېر رفتار كوي    كړاو
د ګودر تـــــرڅنګ ولاړ دى په لمانځه
خامخا د چـــــا ديـــــدار كــــــوي كړاو
دچـــــا سترګو رسولى تــــــــــر جنونه
په هـــــــرچا باندې ګوزاركــــوي كړاو
بيايې - بيايې دغــــــــزل تــــا بيا نيولې
بيا د هسك د ستورو شمار كــــوي كړاو
خوله يې وغوښته خوله وركــړه لېونۍ
كه نـــــــــه ټوله شپه ازار كـــوي كړاو
مين نه دى خـــــو په ښكلو پسې ګرځي
ښكاري نه دى مـــــګر ښكاركوي كړاو
تنها ناست وي د زړه حال پر پاڼه ليكي
دغه ژوند او دغه كــــــــــار كوي كړاو