کله ناکله راته دومره خوږشې
چې ستا په ياد کې شونډې وچيچيمه
مينه داستا په يوه ګلاب وکړمه
مهينې شونډې ترېنه دومره واخلم
چې ټول خولې خولې شي
لکه يتيم په اوښکو ولمبيږي
خو کله کله داسې هم وشي
چې ستا ګلاب شونډو ته وژاړمه
داستا جفا راياد شي
اود ازغيو جامې واغوندمه
ستا له نازک ګلاب ګلاب بدنه
داسې راتاوه شمه
چې درقيب ګوتې هم ورېبمه.
19.08.2007
- محمدحنيف حيران
قدم قـــــدم باندې تر داره ځي او هيڅ نه وايييو کــس د چم په لويه لاره ځي او هيڅ نه واييد شــــــــــپې په توره لوپټه باندې مشکڼې پييسپوږمۍ روانه تر سهاره ځې او هيڅ نه واييوايي چې ده به مــــــــلامتـــــــه زندګـــــي کولهقـــــلندران يې تر مــــزاره ځي او هيڅ نه واييزه ترېنــــــه خوب کې زولنۍ د زلفو وغواړمههغه مې سترګو نه بيداره ځي او هيڅ نه واييساقــــي سعود سره د صـــــــبر خزانې ډکې ديله مېکدې دې بې خماره ځي او هيڅ نه وايي....
20.08.2007
- محمدحنيف حيران
هرخوا ګوري هر خوا څار كوي كړاودښكاري پـــــه څېر رفتار كوي كړاود ګودر تـــــرڅنګ ولاړ دى په لمانځهخامخا د چـــــا ديـــــدار كــــــوي كړاودچـــــا سترګو رسولى تــــــــــر جنونهپه هـــــــرچا باندې ګوزاركــــوي كړاوبيايې - بيايې دغــــــــزل تــــا بيا نيولې بيا د هسك د ستورو شمار كــــوي كړاوخوله يې وغوښته خوله وركــړه لېونۍكه نـــــــــه ټوله شپه ازار كـــوي كړاومين نه دى خـــــو په ښكلو پسې ګرځيښكاري نه دى مـــــګر ښكاركو...