قدم قـــــدم باندې تر داره ځي او هيڅ نه وايي
يو کــس د چم په لويه لاره ځي او هيڅ نه وايي
د شــــــــــپې په توره لوپټه باندې مشکڼې پيي
سپوږمۍ روانه تر سهاره ځې او هيڅ نه وايي
وايي چې ده به مــــــــلامتـــــــه زندګـــــي کوله
قـــــلندران يې تر مــــزاره ځي او هيڅ نه وايي
زه ترېنــــــه خوب کې زولنۍ د زلفو وغواړمه
هغه مې سترګو نه بيداره ځي او هيڅ نه وايي
ساقــــي سعود سره د صـــــــبر خزانې ډکې دي
له مېکدې دې بې خماره ځي او هيڅ نه وايي.