يوڅو كلونه مې د ژوند له كلو بېرته باسم
ژوند كې يې نه شمېر مه
زۀ مې دعمر كليز،
بېرته له سره ليكم
يوڅو كلونه مې په خپل عمر كې نه شمېرمه
پوهېږې كوم كلونه ؟
هغه كلونه چې له تا سره مې مينه وكړه
هغه كلونه چې مې عقل رانه تاوړى و
هغه كلونه چې مې ذهن كې يوازې ته وې
هغه كلونه ستا دعمر په كلو زياتوم
ژوند كې يې نه شمېرمه
په دې اميد كې رانه هېره شې ته
په دې اميد چې بيا دې ياده نه كړم
رښتيا !
كه دا كلونه مې د ژوند له كلو بېل كړم
رانه هېره به شې ؟
نه  نه تا هېرولى نه شم
ته مې په خټه كې يې
راځه له بلې دې خبره كړمه
زما كوټه كې دكړكۍ خواته دلمر رڼا ته
هغه خاورين ګلدان كې ګل
درته ياديږي كه نه
چې ته به نه وې ، زه يې خواته ناست وم
چې ته به رانغلې نومړاوې به شو
اوس چې ته نه راځې هميش تازه وي
پوهېږې تېره ورځ مې څه وكول ؟
دهغه ګل ترڅنګ مې وكاره دځوځو بوټى
ستا به باور ونه شي
سهار چې پاڅېدم له خوبه څخه
ګل اواغزي په يوه بوټي كې و
زه ورته ګورم، ته مې ياديې
ته مې نه هېرېږې
نو :
كه هغه څو كاله مې وباسم د ژوند له كلو
بيا به مې هم ته چېرې هېره نه شې
زما په ذهن كې د مينې او كينې جګړه ده
زما په ذهن كې اغزي او ګلان دواړه اوسي!!!