بس تر پايه له اغازه
ژوند دې ډک شو له اعزازه

نور باطل او حق جلا شول
پرده پورته شوه له رازه

پس له مرگه زندگي دې
شوه د خداى په کرم سازه

ځينې وخت خو معلومېږي
د روحونو له پروازه

دا معلوم کړئ چې خپه يم
د زړگي له اهتزازه

حقيقت به سره وايو
او بغير له امتيازه

تانه نور څه پاتې نه دي
تانه پاتې دوه محازه

ته زمونږ دويم بابا يې
اى ثاني غريب نوازه