مقالي
د خالص بابا(رح) د ژوند ځانگړتياوې
خالص بابا(رح) به ويل، چې کله مونږ زده کړې کولې، نو داسې وخت هم پر مونږ راغلى چې په پښو به مو بوټان او څپلکې نه وې او پياده به مدرسې ته پښې لوڅي تلو او هيڅ به مو په سخته گرمۍ کې هم د گرمۍ احساس نه کاوه؛ خالص بابا به ويل، چې ملايکې د علم زده کوونکو ته د رحمت وزرې په لاره خپروي.
د خالص بابا(رح) شخصيت او زکاوت تردې و، چې نن ټولو ته د بېلگې په بڼه راپاتې او هغه دا چې خالص بابا(رح) د قرانکريم په يادو يادول په ډېر کم وخت کې وکړل او بل دا چې خالص بابا(رح) هغه شخصيت و چې هيڅکله هم له کوم بل چا څخه نه په سياست کې او نه هم په نورو چارو کې متاثره کېدو. د حيرانۍ خبره خو داده، چې خالص بابا(رح) چې کومې وړاندوينې دېرش کاله مخکې کړې وې هغه نن په ټوله مانا مونږ ته روڼې شوې د بېلگې په توگه څه له پاسه شل کاله مخکې به خالص بابا(رح) ويل، چې اوس کفر افغانستان ته په غير رسمي بڼه راغلى، يو وخت به داسې راشي چې کفر به په رسمي ډول هېواد ته راشي مانا دا چې زمونږ واکمن به يې په خپله خوښه راولي او رښتيا هم همداسې وشول، چې نن يې د امريکا راتگ هېواد ته روڼه بېلگه ده.
مونږ په دې هم سترگې نه شو پټولى، چې خالص بابا(رح) ډېر ځېرک او ټولمنلى شخصيت و او ځيرکتيا خو يې له هرې کړنې ډېره وه، د بېلگې په توگه کله چې د ملگرو ملتونو له لورې د جينوا کميسيون د بينيان سيوان په مشرۍ جوړ شو، نو ټولو تنظيمي مشرانو بې له کوم غوره ورته غاړه کېښوده، خو ارواښاد خالص بابا(رح) دېته په پام سره چې په دې غونډه کې به له کفر سره په يو ټغر کېنو او واک به بېرته د مجاهدينو له لاسه ووځي، ځکه يې په کې گډون ونه کړ.
د خالص بابا(رح) ملي کړنه دا وه، چې د ډېورنډ کرښه يې هيڅکله هم په رسميت نه پېژندله او تل يې ويل، چې پر دې خبره څه کول د ولس حق دى نه د يو څو مشرانو.