د غ، ساحر اريوبي په زړه پورې شعرونه
هر څه چې ســــــپړي نو ګلونه سپړي
خو چې موسم راشي د اور او توپان
بيا يې اســــمان هم تنــــدرونه سپړي
غ، ساحر اريوبي
درده اباد اوسې زخمونه دې اباد کړي دي
مينې ژوندۍ اوسې چې زړونه دې اباد کړي دي
څومره په لويــــو توپانــــــونــــــو کې ونه نړېدل
مينې کوډګرې سخت کورونه دې اباد کړي دي
ډېره منــــــنه ستــــــــا د هــــــر يو مـــسيحا نظر نه
زما اشنــــــا زمـــــــا وختـــــــونه دې اباد کړي دي
د دعــــــــاګانو په سپــــــېرو لپـو يقيــــــن نـــه لرو
د وينې رنـــګه تاريـــــــخونه دې اباد کـــــړي دي
د ژړېدلو سترګو سور رنګ مې د زړه رنګ دی
د پرهر څړيکو کې موسکی د ژوندانه رنګ دی
زما د وينو ګل باشــــي کوي پــــه دې کوڅو کې
خدايزده زما قاتل خوښ کړی دا په څه رنګ دی
د لمبو څانګې د ګــــلاب ګـــــــلونه ځــــکه نيسي
چې د پرهر د څړيکــــــې غېږه کې ويده رنګ دی.