چې راياده به شوې ته په ميکده کې
نو راپرې به وتم زه په ميکده کې

کوم بدبخته د جانان غمونه هېر کړل
کوم بدبخته شو ويده په ميکده کې

دا خو ته راغلې چې وار رانه خطا دى
دومره نه ومه بې زړه په ميکده کې

بيګا بيا کړې امرخېل ته چا ورياده
جګېده او غورځېده په ميکده کې
غزل


د خپل روح  اصلي تصوير په ايېنه کې
شو ليدلى د ضمير په ايېنه کې

د ښکلا د قدر شپې ته مخامخ ده
ځان ته ګوري په ځير ، ځير په ايېنه کې

زه ترې راغلم خو زما هغه همشکله
کمبخت پاتې شو اسير په ايېنه کې

بيا به نه وايې چې ولې لېونى شوې
که دې وليد خپل تصوير په ايېنه کې