ښکلا دبنګړو شور به درپسې وي
ته ترې منډې وهه اور به درپسې وي

دې په دواړو پښو شل ته، چې دې غږ کړ
نور به منډې وهي نور به درپسې وي

دښکلابيم چې دې دغسې غږېږي
نوزما دزړه منګور به درپسې وي

تکې سپينې ته ترې مخکې، مخکې درومه
دا  له رنګه تکه تور به درپسې وي


ګړنګونو نه چې بچ شولې ( الهامه )
بس دعا دخپلې مور به درپسې وي

پېښور پښتونخوا : ٢٠٠٦ ز