غزل
د اوښکو فصل شو په سترګو کې مې شين شوجانان
د غرغرو تر غړونديو غاړې مونږه وروړې
چې راغی وخت د نورو غاړو لونګين شو جانان
کاينات رام شي ورته لاس ته چې د چا ورسي
خدايه دا څه د سليمان دلاس نګين شو جانان
ستوري سپوږمۍ ورسره نه شي مخ کېدی له شرمه
د لمر يې زړه له ځانه تور کړ داسې سپين شو جانان
زما نغمې به د بلبل له ستوني خود راڅاڅي
سهار ګلاب، غرمه نرګس، ماښام نسرين شو جانان
ملا که ولېد يادوي به يې په شنو قلقلو
د ترنم په سين کې ډو ب لکه ياسين شو جانان
پر سر يې رپي د ښکلا د ښاپېرو وزرې
درمله ماوې که پاچا د چين ما چين شو جانان.
٨٦/٥/٧