زړه مې  درد کوي له زړه ورپسې ژاړم
دښمنان چې مې وي مړه ورپسې ژاړم
ما د يار دغه غوښتنه هم پوره کړه
نه يې نوم اخلم او نه ورپسې ژاړم
 بېلتانه دې د هر چا په غم شريک کړم
يار دبل درومي او زه ورپسې ژاړم
چې تر څو مې وي دا زړه نو يادوم يې
چې تر څو لرم لېمه ورپسې ژاړم
مخ او زلفې يې په ياد راځي دروېشه
په رڼا او په تياره ورپسې ژاړم