30.07.2007
- محمدحنيف حيران
لېونتوب مې ؤ ملګرىماشومتوب ؤ راپه برخهپه هر رنګ کې د وجود په لټون سر وملاړم لاړم، اور ته لاړمغېږ يې راکړه وجود نه ووتش رنګونه سوځول وونه وجود وو نه يې نښېبس يو رنګ وو چې شهود يې د وجود ووڅو پېړۍ پکې ميشته شومچې مقصود په لاس رانغىله اورونو رابهر شوم له رنګونو را بهر شومبيا هم لټه کې د رنګ شومپه بل هيڅ مې نظر نه ووبس په رنګ پسې کاته وو.ناګهانه مې خوله په تندي راغلهﻻس مې وروړ ما وې څه دي چې خواږه دي!په زړګي ښه لګېدل خو، پو...
01.08.2007
- محمدحنيف حيران
زما د زړه په سکه مهر د يقين شو جاناند اوښکو فصل شو په سترګو کې مې شين شوجاناند غرغرو تر غړونديو غاړې مونږه وروړېچې راغی وخت د نورو غاړو لونګين شو جانانکاينات رام شي ورته لاس ته چې د چا ورسيخدايه دا څه د سليمان دلاس نګين شو جانانستوري سپوږمۍ ورسره نه شي مخ کېدی له شرمهد لمر يې زړه له ځانه تور کړ داسې سپين شو جانانزما نغمې به د بلبل له ستوني خود راڅاڅيسهار ګلاب، غرمه نرګس، ماښام نسرين شو جانانملا که ولېد يادوي به يې په شنو قلقلود ترنم په سين کې ډو ب لکه...