محمدحنيف حيران
نوم مې محمدحنيف او تخلص مې حيران د پکتيا ولايت د سېدکرم ولسوالي اوسېدونکی، له منځني طب څخه په پېښور کې فارغ شوی يم، همدارنګه د ادب د مبارکې مدرسې يو کوچنی چڼي هم يم او اووکتابونه مې دوه يې شعري ټولګې، يو د ټپيزو کتاب،درې ژباړې او يو فولکلوريک اثر دې، کښلي دي.
شــــــــعرونـــــــــــــــــه
غزل
نه پوهېږم د مين به څه ژوندون ويدغريب لپاره عمر ځيګر خون ويچې د زړه په مينه يار ځان ته پيدا کړيخبر نه وي چې په مينه کې بيلتون ويبيا به ټول عمر ګرځيږي ناقرارهپه ژوندون کې نه ارام او نه سکون ويحال يې بد شې سودايې شې ليوني شېګريوان څيري سر يې
مرور ځوانيمرګ ته
وجود دې خاوروسره خاورې شولوروح دې له خدايه په جنت کې غواړمهله دې فانې دنيا رحلت دې وکړو ښکلې ژوندون دې اخيرت کې غواړم په خوله دې هيڅ هم راته ونه ويليواځې سترګې دې راپورته کړلېستا دکتو په مقصد نه پوهيد مچې دواړه غبرګې دې راپورته کړلې داته څومره دلوړعظم څښتن وېپه چوپه خوله دې چې دردونه تيرکړلنه دې فرياد دچا په وړاندې وکړڅومره په ځان دې تکليفونه تير کړل ته وې راغلې دعلاج په تمه څومره بې هېلې له ډاکټره لاړېنوره دې لاس له ژو
يوه سړي ته دوه غزلونه
که وقف مې کړه ټوله زندګي يوه سړي تهخو بيا هم ورښکاره نه شوه راستي يوه سړي تهد ډېر خواست او منت باوجود بيا يې راز کېنښودعبث مې هسې وکړله زاري يوه سړي تهچې عکس يې د ځوانۍ زما د شعر ايين کې وليدورياد شول د ښايست تلي سپرلي يوه سړي تهله دې نه به لا نور د انسان کومه سر ټيټی وي؟تر زنې مې لاس وروړ په نغري يوه سړي تهموسکی شو سر يې ټيټ کړو يوه شېبه غلی ولاړ وچې ومې کړه خبره د زړګي يوه سړي تهسرتور و، يبلې پښې عمردراز مروته راغیاحساس وشو د ظلم
د ماښامونومين
غنم په وږو کې له تندې وسول په هغه کال کوکنار ږلۍ ووهل د باغ انارو خو هیڅ ګل و نه که .انګور په مني کې سېلۍ ووهل کلي کې هېڅ شی هم ورپاتې نه ود تورو غرونو شمله ور زلمي ته حالاتو ټولې لار ې وتړلې داتڼو یو څڼور زلمي ته خپلې زړي جامې یې غوټه کړلېویل يې چېرې په خوارۍ پسې ځمتر لوی اختره پورې به بېرته راشم اوس یوه ښار ته مزدورۍ پسې ځم کشرۍ خور یې پر تندي ښکل کړهوي ، د ابا به احترام ساتې مېږو ته هم په وخت اوبه ورکوه د کور په غوا
ددوو يارانو دوه شعرونه
غزل: غيور ساحر اريوبيته يې څه بولې چې څه ونه لري؟زه يې ښه بولم چې زړه زړه ونه لريپه موسم دى پشكال كې رسواكيږي بختور وي چې ليـــــــــــــــــمه ونه لريله هغه دردنه خو زخم وي بــــــيزارهچې محسوس شي اوخواږه ونه لريپه رخسار يې د كجلو باران وشي څوك چې زور د بيلتانه و نه لريترې ارزو دمحبت مكړه ساحره هغه سترګې چې اوبه ونه لري يو څوک: محمدسعيد منګلله رنګه توره سپينهله حده ډير حسينهتاته كتــــلى نه شمتاپريښودلى نه شمفكر مو تانيولى
تاته ډالۍ
استاد صميم او فطرت په سيدجمال الدين افغان ادبي ټولنه کې عزتمنده او ګرانه وروره حيرانه! درانه درانه سلامونه لوراند او لورين څښتن دي راته د ستوري په څير وځلوه.زړه مي غواړي ډيره لويه دعا درته وکړم خو د سوال لپې مې وړي دي.خو رب دي درباندي تود باد هم نه لګوي.ګرانه په ويبلاګ کې مې شعر خپور شوي وه او په هغه تبص
مرګيه تا هم ناځواني وکړله
نا ځوانه! څنګه ؟ لا س دې نه رپيده ؟دغه بدرنګه لا س دې نه رپيده ؟څنګه د ګل څانګه دې ما ته كړله ؟مړشې بې ننګه لا س دې نه رپيده ؟تا چې د ګل وينې په لپو څكلې خونه دې ړنګه لا س دې نه رپيده؟وړې سلګې دګل دې نه اوريدې ؟چيغې نا رې دې دګل نه اورېدې؟دګل په خوله باندې دې لا س ايښى وودوا ادې چيغې دې نه ا وريدې ؟ګوته دې څرنګه ما شې له ورتله ؟اخ! د هغې چيغې دې نه اوريدې؟په وينو سره څانګه دې نه ليدله ؟په وينو سرې چيغې دې نه اوريدې؟هغه نا زكې او معصومې ګوتې
سندره دې د مينې ده
ژبه دې د مينې ده خبره دې د مينې دهيوه دنيا په سترګو کې دلبره دې د مينې دهدا سوې نارې مې د احساس په تسلۍ واخلههره يوه اوښکه مساپره دې د مينې دهماته اسويلي د نهيلۍ دې غيږ کې نه راځيورځ لکه اختر شپه بختوره دې د مينې دههيرې کړه زړګې د ګل د مينې کيسې هيرې کړهدا سپيره مماڼه د زړه سره دې د مينی دهوکره پرې هيلې نن د مينې د سبا په نومخاوره د ميينو لر او بره دې د مينې دهبيا ئ د ورک امن په خاطر ګرانې راغبرګه کړهژوند په کې څپې وهي سندره دې د مينې ده
دفطرت تازه غزل
بيايې سپين رخسار ليونی شويدیګورئ نن مې يار ليونی شويدیپام ورته د زړه په سترګو وکړه لږځي ستاسو په لار ليونی شويدیتل چې يې نارې دان الحق کړلېنن په سر د دار ليونی شويدیراشه ليونتوب يې خپله وګورهکړي دګوتو شمار ليونی شويدینور يې بس په کاڼو باندې مه ولئوبه کړي ازار ليونی شويدیدومره ستامين په تا فدا دی چېستاپه تش ديدار ليوني شويدیپام کوه فطرت ته انکار ونکړېيو ځل په اقرار ليونی شويدی
د رحماني صاحب غزلونه
دنګه وه په ملا باندې راماته شوهويې خندل ما باندې راماته شوهداد چينار ونه ده ټالۍ وهيمړ به شي که چا باندې راماته شوهما په محبت چې درته وکتلټوله دنيا تا باندې راماته شوه. شونډې راکه ښخه ورسره غېږههله راشه غېږې ته راوړه غېږهما ته چې راځې په کې وصال راوړهبېرته له ګلونو ْډکه وړه غېږهوخ له څومره لويه انتظاره پسستا په سينه شوله مې سړه غېږهټوله دې له ځانه سره نه وړمهغواړم رحماني درنه وړه غېږهنورو سره چل کوه دوکې کوهبس له رحماني مه سپموه
د جلان ځاځي خوږه غزله
لکه خپل نوم لوېدلی ستا د خولې له بامه يمهځکه ناهيلی د ژوندون له هره ګامه يمهوشوې مودې د خپل زړګي دمحبت جومات کېد درد لمانځه کې بې جانانه بې امامه يمهپوښتې مې څه ګرانه چې شعر څنګه شاعر څنګه شوېډير متاٌثر د تورو څڼو دماښامه يمهژوند لکه شين فصل ريبي خو ماتې نه قبلويپام کوه دنګه زه يو څوک له هاغه قامه يمهزېړ مازديګر چې يې د ګوتو په سينو کې نيسيپيوندي څړيکه ددې جامه تر الهامه يمهجلانه اوس مې د لاس سور دسمال ښکاره ګرځوهاوس په همځولو کې دا ستا په نوم بدنامه ي
غزل
لاړلو نـــظر د تنـــدي خـــــال کلــــــي کـــــې واړوليار دې بـــــېرته بيا د کليـــــوال کلي کــــې واړولهيچا هم عقدې د خپل مغرور هوس سړی نکړېډېرو د ننـــــګونــو د ابــــدال کلـــــــي کـــــې واړوليوه شپه يــــې هم لاس لکه مين پرې راچاپېر نکړســـــتورو خو ټول عمر د هلال کلــــي کــــې واړولشاته درپـــــــسې د تغــــــزل کـــــــډې هم راغـــــــللېکلـــــه نه چـــــې تــــــا زما د خيـــــال کلي کې واړولنه مــــې ټنډې ته کتــــل او نه مې لاس چاته ښــودهخپله
ته (نظم)
ته ته پو هېږې چې ته څوک يې؟ ته زما د بدن روح يېته زما د بدن زړه يېته زما د بدن زړه يېته زما د پت پرده يېته زما د غزل خيال يېته زما د فکر ټال يېته زما د ژوند ملګرېهجرانونو کې وصال يېته زما دژوند ډېوه يېتورو شپو کې راسره مله يېنوراحل وايي ای دلبره!بې له روح بدن به څه وي؟بې له دله تن به څه وي؟
احتياط( نظم)
د پروین شاکر د یو اردو نظم ژباړهاحتیاطزه چې ویده هم ومه مخ پلو کښې پټ ساتمهګرانه په دې ویریږمڅوک مې ځمبا د بڼو ونه ګوريهسې نه خوب کښې شونډې ورپومداننګو رڼا مېپه زړه کښې پټه خوشحالي چیرته څرګنده نه کړيهسې نه خوب کښې د څیرې موسکا مې چاته د زړه حال ووایي........ ۲۰۰۶ / ۵/ ۴پیښور- نصیر روغتون
د بسمل صيب هايکو او غزل
هايکوچې له لوګر نه مې غړۍ اوږده کړمپه پېښور کې له تا خوله واخلمهد خيال پېريانو ته غزنی څه شی دی. غزلراژوندۍ شمه او بيا درپسې مړ شمسهار راشم او بېګا درپسې مړ شمشمه اوښکې تويوي په ځنکدن کېمګر زه به په خندا درپسې مړ شمپس له مرګه به زارۍ درته کومهراژوندی مې کړه چې بيا درپسې مړ شمارماني درپسې ښه يمه جانانهيوه ورځ دې نيمه خوا درپسې مړ شماخرت ته به جو
غزل
څه لويه کيسه راته راياده شوهستا د خولې وږمه راته راياده شوهستا د تورو زلفو تصور کې بياهاغه توره شپه راته راياده شوهځار دې د سرو شونډو له ګلپاڼو شمسوځمه لمبه راته راياده شوهچاووې هغه مې راپه ياد شولوچاووې هغه راته راياده شوهبيا زما وېښته په بدن ودرېدلبيا هغه شېبه راته راياده شوهبيا مې ستا د شونډو شراب څښلي ديښه شوه چې روژه راته راياده شوهنيمه شپه الهام په سجده پرېوتمخړه هديره راته راياده شوه.
زما سترگو کې
ستا چې شونډه شوله تورهزما شونډې تکې سرې شوېنو بس زه او ته جداشواو زموږ اړيکې پرې شوېستا د شنې شونډې په لوريزه په منډه در روانهما وه سره شونډه راوړېچې يې درکړمه جانانهمون
غزل: حميده پکتيانۍ
ستا د ژوند کاروان سره چې مله نه شومسُر نه شــــوم، ســــندره او ټــــــپه نه شوموينې وينې ټنــډه په ســـــجدو مــــې کړهخدايه پاکه بيــــا هـم پرښــــــته نه شــوم(( ناسته يم له کــــــور څــــــــخه راوزم نهځـــــکه پښـــــتنو ته پښــــــتنه نه شوم))خاورې شوم غوښتل مې د هرچا د پښوزر نـــــه شوم، غمی او دُردانه نه شــــومخوب کې مې ليدل چې دوزخي يـــــــمهنن شپه ستا په خيال کې چې ويده نه شومما ويل ته مــــې تور د ســـــترګو نه ګـــــڼېځکه د رنــــ
د مهجور غزل
خلــكـــو تندي د ښكلــــولو وي سجدې هــــم كوي شېخان هم خوله غواړي لباس كوي توبې هم كويزړۀ چې مين شولو جدا شو ناكـــــرار غوندې شوماشوم خوشاله وي ژړيږي او ګيلې هــــــــم كوي تقدير مې هــــــر وخت پټوي د ژوندانه ښې شېبېزړه ابۍ توتـــــان دځـــــــان ګڼي ښېرې هم كوي دبنګړو شرنګ مې د زړۀ مينه يـو په دوه زياتوي دا تجارت كــــه تاوان وكړي نــــو فايدې هم كوي خلكو هـــغـــــه ګناهکار پيژنئ (مهجور) يې بوليهــغـــــه په مينه كې ځان پړبولي د عوې هم كوي
د جلان ځاځي غزل او څلوريزه
برند باڼه يې د پيچکو ناز ته ناڅينن يې زړه کوم ګلورين اغاز ته ناڅي ستا له سوی به حقيقت لري په پام کېچې مين دې په څرخو مجاز ته ناڅي سپين کالۍ نجلۍ راګوري خدای دې خير کړيد سخي صاحب کوتره باز ته ناڅي زه چې ښکته شم د شپې اخړي پوړ تهد ژوند ډمه مې د فکر ساز ته ناڅي دنګ جلان په خپل شډل بډل خوی پريږدئليونی د خپلې خولې اواز ته ناڅي څلوريزه( حميد شجاع ته ډالۍ )زما ګلرنګ زما په ليدو په ځان کې داسې ورک شيلــــکه ماهـــي چـــې تـــل تـــه
پېنځه ځاځي، پېنځه غزلې
پېنځه ځاځي ....... پېنځه غزلېاحسان الله درمل ( ۱ )چې مې له وخت سره د چا په ښکلا جنګ روان دیهغه له مانه د شیبو په شان په څنګ روان دیهاغه تور دود، هاغه د زاڼو له کتاره وړاندېپه کومه لور ستا د مین الوتی رنګ روان دی ؟زما یې زړه د محبت په خواږه کیف کې ډوب کړخدایه ! دا بیا څوک د څپو په څیر ړنګ بنګ روان دید مات کچکول د زنځیر شرنګ یې وړی خوب له پاچاپه کومه دښته کې له ځانه ورک ملنګ روان دیچې یې اسمان شیندي پر څڼو د بریښنا ګلونهبیا د باران پ
د درمل نوی غزل
اوس ايله راپاته ده د اوښکو خزانه خپلهموږ بې ستوريو خلک موږ بايللې زمانه خپلهحق د ماتېدو يې نه لرې چې زړه مې نه غواړېښکليه ماته بېرته راواپس کړه دردانه خپلهګوره قيامت چې په ارمان د قفسونو يونه مو فضا خپله، نه پرواز نه اشيانه خپلهځم چې له مجنون سره تبجنه بېديا ووېشمښه ده سړی ځانته پيدا کړي افسانه خپلهشېخه دا خبره دې په دوه جهانه کيف ارزيتا چې ويل درومه د هر چاوي پيمانه خپلهماته لا حرام دی ستا د حسن د حرم ديدنما په زړه کې نه ده ورانه کړې بتخانه خپله
د کاروان خوږ غزل
د زړګي پر تخت مې کښېنه ښکليه راشهزه سلام درته کوم ته مې بادشاه شهد بڼو اغزو مې پرخه درته راوړهخادمانو ته دې ګويه په خندا شهپه پردو چړو مې زړه ټوټی ټوټی دیمينې راشه پر زخمونو يې دوا شه د سبا باده غوټۍ په زړه زخمي دهپټ په غوږ کې ورته ووايه چې راشه خدايه کبر کړې زوال د يزيديانووينه وچه په دوهمه کربلا شه د يتيم ژړا خو عرشه پورې لاړهد وطن مورې لاس جګ کړه په دوعا شه مجنونان به تر څو ګرځي سرګردانهآزادۍ له خندا شنه شه شاليلا شه
د حميدې پکتيانۍ غزلونه او څلوريزه
په هر لور باندې چې ځـــــمه درنږدې شمنه پوهېږم له کوم غمــــــــــه درنږدې شمد نفرت اومحبت خپـــــــــــلوي ته ګورهستا دلاسه که څــــــــومرمه درنږدې شمنه پوهېږم چې داڅنــــــــګه نزاکت دی؟زړه چې څو راټـــــولـــومه درنږدې شمخپلې اوښکې چراغان کړم ستا کوڅه کېپه بڼو باندې يــــــــې وړمه درنږدې شمدد ستور زولنې ماتې پکتـــــــيانۍ ويخوب کې ځکه ښه بې غمه درنږدې شم. غزل ساز يمه، سرود يم
غزل
دا مې په زړه د چا ارمان اوريسپوږمۍ له سترګو دې جانان اوريخدايه ښکلا اشنا ته دومره ورکړهچې نور يې بېرته په اسمان اوريستا د وړې نتې رڼا دومره دهچې ترې غمي د سليمان اوريدا په موسکه دې اشنا څه کړي ديچې ترې صدف اوري مرجان اوريعزيزه بيا دې د چا کډې ياد شوېبيا دې په زړه د چا اوښان اوري.-