برند باڼه يې د پيچکو ناز ته ناڅي
نن يې زړه کوم ګلورين اغاز ته ناڅي
ستا له سوی به حقيقت لري په پام کې
چې مين دې په څرخو مجاز ته ناڅي
سپين کالۍ نجلۍ راګوري خدای دې خير کړي
د سخي صاحب کوتره باز ته ناڅي
زه چې ښکته شم د شپې اخړي پوړ ته
د ژوند ډمه مې د فکر ساز ته ناڅي
دنګ جلان په خپل شډل بډل خوی پريږدئ
ليونی د خپلې خولې اواز ته ناڅي
څلوريزه
( حميد شجاع ته ډالۍ )
زما ګلرنګ زما په ليدو په ځان کې داسې ورک شي
لــــکه ماهـــي چـــې تـــل تـــه لويږي د اوبو لــــه بامـــه
شـــــاعر جــــــانان مــــې ماښامــونو پسې ډير لګيږي
خدايزده څه ټکه پرې لوېدلـــــې ده د شپو لــــه بامــه
05.09.2007
- محمدحنيف حيران
پېنځه ځاځي ....... پېنځه غزلېاحسان الله درمل ( ۱ )چې مې له وخت سره د چا په ښکلا جنګ روان دیهغه له مانه د شیبو په شان په څنګ روان دیهاغه تور دود، هاغه د زاڼو له کتاره وړاندېپه کومه لور ستا د مین الوتی رنګ روان دی ؟زما یې زړه د محبت په خواږه کیف کې ډوب کړخدایه ! دا بیا څوک د څپو په څیر ړنګ بنګ روان دید مات کچکول د زنځیر شرنګ یې وړی خوب له پاچاپه کومه دښته کې له ځانه ورک ملنګ روان دیچې یې اسمان شیندي پر څڼو د بریښنا ګلونهبیا د باران پ...
07.09.2007
- محمدحنيف حيران
نــــوم : شاکراللهتخلص : شاکردپلارنوم : حيدريزوکــړه : ١٣٥٤ لېږديز لمريز کالزده کړه : د دوولسم ټولګي فارغولايت : خوستولسوالي : اسمعيل خېل او مندوزيکلى : حيدرخېل
د ستا...