نــــوم : شاکرالله
تخلص : شاکر
دپلارنوم : حيدري
زوکــړه : ١٣٥٤ لېږديز لمريز کال
زده کړه : د دوولسم ټولګي فارغ
ولايت : خوست
ولسوالي : اسمعيل خېل او مندوزي
کلى : حيدرخېل
د ستا به هېروم زه
خو زه دې نه هېروم
نوم دې هر وخت په بسم الله يادوم
هم يې سحر هم يې بېګاه يادوم
هسې نه!
چې دا زما او ستا ترمنځه
دا مېشته مخلوقات
چې غمازي ونه کړي - چې غمازي ونه کړي
ستا د ښکلا تصوير مې
ګرانه د زړۀ په ديوال
دى داسې ټينګ نښتى - ټينګ نښتى
چې رانه نه بېليږي – نه بېليږي
و فا دې نه هېروم
جفا دې نه هېروم
خندا دې نه هېروم
ټول مې د خپل زړۀ په صندوق کې
ما لا مال ساتلي
خير دى که ته له مانه
لرې – لرې ګرځې
زما د حال پوښتنه
هېڅ نه کوې _ هېڅ نه کوې
خو شاکر بيا هم!
ستا د نوم په ټکو
ژبه په شونډو باندې
پسته پـسته تېروم
هسې نه نوم دې ياره
او رانه خوږ چې نه شې
او بيا به ته خپه شې
او بيا به ته خپه شې
نــــوم : يوسف ګل
تخلص : سودايي
دپلارنوم : ګل سعيد خان
زوکــړه : ١٣٥٨ لېږديز لمريز کال
زده کړه : د لسم ټولګي زده کوونکى
ولايت : خوست
ولسوالي : مرکز – متون
کلى : متون
لــــه اترنګه مې زړۀ رنګ اخيستى نــه دى
ارمـــــانونو مې لا زنګ اخيستى نـــــه دى
دا چې کاڼي مې پــــه سر بـــــاندې واريږي
مـــا پــــه بيه ځان تــه جنګ اخيستى نه دى
خوار غريب يمـــه پـــــه ځمکه باندې اوسم
معشوقې تـــــه مې پالنګ اخيستى نــــه دى
د لاله پـــه شان پـــه وچې صحرا ژوند کړم
لـــــه اوبو ځنې مې رنګ اخيستى نــــه دى
ياره تــــــه دومــــــره ساده يې كــه ستامينه
لـــــه عاشقه چــــا کلنګ اخيستى نــــــه دى
( سودايي ) دې صرف دسپينې خولګۍ غل يم
ستـــــا له غاړې مې لونګ اخيستى نـــه دى
نـــــوم : مطيع الله
تخلص : تراب
دپلارنوم : رسول زوى
زوکــړه : ١١\ ٥\ ١٣٤٧ لېږديز لمريز کال
زده کړه : تر دوولسم ټولګي پورې
ولايت : خوست
ولسوالي : اسمعيل خېل او مندوزي
کلى : حسن زي
چاپ شوي اثار: يو اثر ( للمي ګلونه او د کاڼي اوبه )
نـــا چاپ اثــار : يو اثر چې نوم يې دى ( بيا يو بل ستورى روان دى )
پښتونستان
په مخ مې پوزه نه شته
د زړۀ ټوټه مې پرې ده
لېچ او وزر مې مات دى
په منځ تنه بېل يمه
لکه زکريا اره يم
د زليخا خال ورانو و
نوردا ديوال ورانوو
اې باګراميو زلمو
اې ګلاليو زلمو
غمي غميو زلمو
يو څه کول دي په کار
ځان پيژندل په کار دي
د حمزه سر ته ولاړ
په تا ترو وختم
په اپريديو چيغې
په شينوار يو چيغې
چا مې په چيغو باند ې
څه غوږ و نه ګراوۀ
لکه ويده پاتې دي
تر اشناغره لاړم
په ملکنډ وختم
تر سواتو بونيرو
تر باجوړيو پورې
هم تر اټک او جيلم
چيغې مې ډېرې وکړې
څو بدرګې راغللې
ويل يې څه شى غواړې ؟
په لوړه وختمه
ما ويلې واړه غوږ شئ
امپراتوري موڅه شوه؟
احمد شاهي مو څه شوه؟
هغه تر تاشکند بخارا
آ تر مشهده تبريز
راشئ پوښتنې ته لږ
دا اوس په څه حال يمه
په ټول بدن مې چينجي
لکه ايوب يم معيوب
اوس را نه ژبه مور وړي
اې لويه ربه زما
په ژبه تا يادوم
په دې ستا نوم اخلم
ما ته نجات راکړې
په ما لږ رحم وکړې
زما بچوته خير کړې
خو زه پښتون ايوب يم
آ د ميوند ايوب يم
آ د ملالې ټپه
د ناهيدې لو پټه
افغانستان يمه زه
پښتونستان يمه زه
نـــــوم : الحاج ملا لېوانګل
تخلص : حبيبي
دپلارنوم : حبيب الله
زده کړه : د دوولسم ټولګي څخه فارغ
ولايت : خوست
ولسوالي : اسمعيل خېل او مندوزي
کلى : چراګا
قوم : حيدر خېل
چاپ شوي اثـار : نه لري
چاپ ته تيار اثار : يوه شعري ټولګه
لر او بر پښتنو
ټول سره يوشئ لـــــر او بــــــر پښتنو
نور نـــــو پخلا شئ مـــــــرور پښتنو
بـــــــې اتفاقي لاسه تــــــالا والا شوئ
بېرتــــه څـــرګند کړئ خپل هنر پښتنو
اغيار پـــــه تـــــاسو باندې لوبې کوي
چې خوشې نـــــه کړئ بيا سنګر پښتنو
پام کړئ چې بيا موچاته سرټيټ نه شي
پــــــه هـــــر چا بر يئ زورور پښتنو
مـــــا مې چې کلـــه جنګ ميدان ليدلى
پـــــه مورچو خېږو مــــــازيګر پښتنو
ډېر اوږد سرحد مـــــو تر اټکه پورې
خـــوارۀ وارۀ يئ لـــــــکــه لمر پښتنو
د کندهـــــار، کوټې، پکتيا، ننګــــرهار
زمـــــوږ سره يـــــو شئ پېښور پښتنو
د حبيبي پــــــه زړۀ کې ځاى لـرئ ډېر
زمــــــا وجود هـــــــم مې ځګر پښتنو
نـــــوم : نورنوازخان
تخلص : بختيار
دپلارنوم : ګل نواز
زوکــړه : ١٣٥٦ لېږديز لمريز کال
زده کړه : زده کوونکى
ولايت : خوست
ولسوالي : ګوربز
ريباره ورشه
يــــــو ځلې راشه چې زړګي ته مې قرار راشي لږ
چې تيارې لاړې شي په زړۀ به مې سهار راشي لږ
ريباره ورشه يار تـــــه وايــــه چې دې ډېر ياد وي
چې نن دې خامخا يوځلې مـــــــــازيګر راشي لږ
غمازه دا خوار عاشقان بـــــــــه در معلوم شي هله
دا خو مو وخت ته انتظار دى کـه مو وار راشي لږ
ژرنده که د پلار ده هم پـــه وار ده دا متل شوىدى
دا (( نور نواز بختيار)) به هـم په تانې وار راشي لږ
نـــــوم : ولي مت خان
تخلص : خادم
د پلارنوم : خادم خان
زوکــړه : ١٣٥٩ لېږديز لمريز کال
زده کړه : د دوولسم ټولګي څخه فارغ
ولايت : خوست
ولسوالي : اسمعيل خېل او مندوزي
کلى : عارف خان شبي خېل
چاپ شوي اثار : نه لري
نــا چاپ اثــــار : يوه شعري ټولګه
غزل
لاړشم تــر جانانــــه پورې لاړشمه
تــــــه وا تر اسمانه پورې لاړ شمه
را کــــانــــدي وزر د تخېل رالـــه
دا چې لا مکـــانــه پورې لاړ شمه
ځان پـــــــــه کائيناتو کې را وښيي
کــلـه چې سبحانــه پورې لاړ شمه
ستـــا ســـره خبرې پــــه خبروشي
صبر چې خپل ځانه پورې لاړشمه
څنګه به رقيب له وېرې نه رېږدي
زۀ کــــــه تر افغانه پورې لاړشمه
اوس ( خادم ) په راز دمينې پوه يمه
ګوره تـــــر مکانـه پورې لاړ شمه
نــــــوم : سپين
تخلص : کامران
د پلارنوم : معلم ګل
زوکــړه : ١٣٦٠ لېږديز لمريز کال
زده کړه : تر پنځم ټولګي پورې
ولايت : خوست
ولسوالي : اسمعيل خېل او مندوزي
کلى : کوچي خېل
قـوم : حيدرخېل
چاپ شوي اثار : نه لري
چاپ ته تيارثار : يوه شعري ټولګه
غزل
پـــــــه تماشه د خپل نظــــــر ووتـــــم
شومــــه روان پــــــــه لوى سفر ووتم
ستـــا پـــه انګار کې د اقــرار په لټون
لـــــه سمې تېر شوم هــــم له غر ووتم
راستنيده مــــــــې نــــــا ممکن وګــڼه!
زه لکــــــه شور د سمندر ووتــــــــــم
ځواني مــــې څه وه؟ ننداره وه د ځان!
چې شوم خبر لـــــه ځـان بهر ووتــــم
څـــه دې ويل اوس راتـــه وايه عشقه!
لــــه هوښيارۍ نـــه لاس پـه سر ووتم
لــــکه کچکول د قلندر پــــه لاس شوم
خير کـــه ټول هم نه کړم لـه شر ووتم
سپرلى خزان راته يوشان ښکاره شول
حالاتــــو وچ کړم لــــــه ثـمر ووتـــم
لـــــه خپله ځانه شرمېد مــــه (کامران)
چې ستـــــا ديدار تــــــه له بصر ووتم
نـــــوم : صديق الله
تخلص : مينه وال
د پلارنوم : حاجي فضل رحيم
زوکــړه : ١٣٦٣ لېږديز لمريز کال
زده کړه : د دوولسم ټولګي زده کوونکى
ولايت : خوست
ولسوالي : مرکز- متون
کلى : متون
دا زمــــــــــا وعده خــــــــــلـــکو ستاسو او د ځـان سره
زه بـــــــــه راولم مــــــلي يـووالى هـــــــــــر انسان سره
يـــــــو وارې کــــــــه موږه افغانــــــــان سـره پخلا شولو
کــــــرښه بــــــه معلومه کړو پــــــه اټک د پـاکستان سره
وينې بـــــــــه بيا ځان چې پــــــــه سرو وينو به لړلى وې
ښکـــــر چې لګوې د ښمنه تـــــــه د دې افغـــــــــان سره
و بــــه ويني ځان کــــه ورور د ورور سره وروري شوله
و بـــــه خوري ګولۍ کــــه څوک راځي د ټول جهان سره
څوچې په هرځاى کې تور، سور، شين بيرغ اوچت نه وي
مــــــه يوځاى کوه مې خدايه تـــــــه د قبرستـــــــان سره
سرکــــــه ترېنه ځار کړو د وطن د هـــــــــرې لوېشتې نه
ځې بـــــــه اې زاهـــــــده ! بيا جنت تـــــــه د ايمان سره
نـــــوم : محمد انور
تخلص : اڅړ
د پلارنوم : نظرمحمد
زوکــړه : ١٣٤٢ لېږديز لمريز کال
زده کړه : د دوولسم ټولګي څخه فارغ
ولايت : خوست
ولسوالي : اسمعيل خېل او مندوزي
کلى : سموات
چاپ شوي اثار:
١- ( راشه زما وير او ماتم ته غوږ شه ) شعري ټولګه
٢- ( په اورونو کې مزلونه ) يونليک يا سفر نامه
ناهيلي
اې زړګـيه ژاړه ژاړه پـــــــــه نصيب دې شو ګيرې دي
مالېدلي ستا تــــــالې دي سپينې ورځـــــې دې تيارې دي
يـــــا مې روح واخله لـــــــه تنه يــا رحيم شه اې څښتنه!
زنکدن بــــــدې شيبې دي پـــــر مــــا ايښې يې ارې دي
نـــــــه دعا راتــــــــه دوا شوه دا دعا راتــــــــه بلا شوه
مسجد وران کليسا ورانـــــــــه بتخانې خاورې ايرې دي
هيلې ستـــــا پــــــــــه ژړا راغلې ور سره ژاړه زړ ګيه
امېدونو تــــــه دې ګوره چې چــــا ودلي يې زهرې دي
دود په دود د سپېلنى شوم هم مې ورک لوګي ايرې شول
دا سزا د کـــــوم ګــــــناه ده راپسې د چـــــــا ښېرې دي
دا چې سور ښکـــــاري اسمان کې د اشفق نه دى ملګرو
دا زمــــــا د وينو رنګ دى د اسمان منګــولې سرې دي
د بېلتون پـــــه بند بندي يـــم د خلاصون امېد مې نه شته
بنديـــــوان يـــــم د غمونــــــو درولي يـــــــې پېرې دي
پـــــه ژړا چې نن ژړېږم زه پـــــه خپل درد ښه پوهېږم
تـــــه خبر نـــــه يې ناصحه! آرزو ګانې مې سپېرې دي
دا غزل پـــــــه ژړا ليکم د تـــــــورتم په تورو شپو کې
د خپل مــرګ چړې ښې وينم چې هجران راته تېرې دي
نـــــوم : نبي
تخلص : وزير
دپلارنوم : حاجي رسول محمد
زوکــړه : ١٣٤٧ لېږديز لمريز کال
زده کړه : ترلسم ټولګي پورې
ولايت : خوست
ولسوالي : مرکز- متون
کلى : شمل فرار
تا چې لېدلى و ها وران وطن ودان دى راشه
اې مسافره ستا ديدن زما ارمان دى راشه
راشه رادرومه د ښکلا وطن ته
د خپل نيکه او د بابا وطن ته
د لوړو غرونو نندارې به وکړو
هم د شنو د ښتو تماشې به وکړو
تا ستا د کلي ماشومان ياد وي
تا په حجرو کې ټول ځوانان يادوي
ژوندون نيمګړى نيمه خوا تېريږي
پرته له تا نه چې په ما تېريږي
د ستا نشتوالى ستا په کور کې لوى خپګان دى راشه
نـــــوم : سيد الله
تخلص : تڼى
د پلارنوم : بسم الله خان
زوکــړه : ١٣٤٦ لېږديز لمريز کال
زده کړه : د تخنيکي علومو ماسټر
ولايت : خوست
ولسوالي : تڼي
قـــوم : ټنى
کالي سپين ږيره اوږده کړه
چې وارث د پيغامبر شې
که لويي او عزت غواړې
نو پروخت د لمونځ کولو
په لومړي صف کې درېږه
نور، چې هر څه کوې کړه يې
کليمه په ځوټه وايه
ټول ولس به دې مُريد وي
اوږده ږيره دلته دود ده
په دې چل په دې حيله دي
شيطانان تر ارګه تللي
نــــــوم : سيدموسى
تخلص : مجروح
د پلارنوم : بسم الله
د نيکه نوم : فضل الرحمن
زده کړه : تردوولسم ټولګي پورې
ولايت : خوست
ولسوالي : ټني
کلى : صحرا
قـوم : ټنى
چاپ شوي اثار : نه لري
نــــاچاپ اثـار : تر( ٦٠٠ ) پورې شعرونه او پينځه لنډې کيسې
څلوريزې
زنځير خو تل تــــــر تله د زمري غاړې ته ځي
پــــه خداى چې مې لاسونه د لالي غاړې ته ځي
کـــــه هر څو مې شړې اشنا لــــه دره بيا درځم
لاسونه خو چې مات شي نو حتمي غاړې ته ځي
××××× ××××× ×××××
ټوپــــــک مــــې روغ دى چاترې ستن وړې ده
پـــــــــــرون خو وه چېرتـــــــه يې نن وړې ده
افــــغــــــانستان يـــــــم کــــــــه شلېدلى کميس
چا تـــــــــرې لستوڼى چـــــــــــا لمن وړ ې ده
نـــــوم : سيدالرحمن
تخلص : بېمار
د پلارنـوم : بسم الله خان
د نيکه نوم : فضل الرحمن
زوکړه : ١٣٦٤ لېږديز لمريز کال
ولايت : خوست
ولسوالي : تڼي
کلى : درګى
قـوم : تڼى
چاپ شوي اثار : نه لري
نــاچاپ اثـــــار : د شعرونو يوه ټولګه
وړانګين اسمان
مقصد مې ته يې ته يې او ارمــــــان مې ته يې ته يې
پـــــه خپله را ته درد او هم درمان مې ته يې تـه يې
نـــــو څنګه به زه ځان وايـه د تــــا لـه ځانه بېل کړم
اروا مې اشنا تـــــــه يې تمام ځــان مې ته يې تـه يې
لـــــه اصله مې بدن دغــــه د ستا د نور غبرګون دى
دا ځکــــــه مې د لبر يې او جانـان مې ته يې ته يې
زمـــــــا کړنې او نـــــــا کړنې واړه ستا په اراده دي
ضمير مې ښکليه تــــه يې او وجدان مې ته يې ته يې
يقين لــــــرم د حسن يــــــــوه لويــــــــــه جزيره يې
سپوږمۍ دتورو شپو وړانګين اسمان مې ته يې ته يې
دا زمــــــا بدن دستــــــا د لوى بـــــــــدن يوه ذره ده
نو ځکـــــه عقيده او هــــــم ايمان مې تـــــه يې ته يې
هــــــو ښکليه زړونه اخلې او هم ښکليه زړونه ساتې
پــــــه خوى د کافـــر ته، هم مسلمان مې ته يې ته يې
زمـــــا د سندريـــــــزو اسوېليو مجموعــــــه يــــــې
پــــــــه ځاى ده، چې ټپه او يا قربان مې ته يې ته يې
چې ليـــکم د ښــــــکلا او د الفت پـــــــــه اړه کرښې
دې هسې هرمضمون سرليک عنوان مې ته يې ته يې
نـــــوم : جلال
تخلص : خپلواک
دپلارنوم : ظاهرالدين لښکر
زوکــړه : ١٣٥٩ لېږديز لمريز کال
زده کړه : تر اتم ټولګي پورې
ولايت : خوست
ولسوالي : درګى
کلى : د مدرسې صحرا
قوم : تڼى
چاپ شوي اثار : ( ښکار په نېزه کې ) شعري ټولګه
نــا چاپ اثــــار: ( په نثر کې سندرې ) ادبي ټوټې
سوال کوم الله
چې د خپل خيال لــــــه مسافــرو سره درشمه زۀ
جانــــانه زړۀ تــــــه د ملګـــــرو سره درشمه زۀ
لــه خپل وجود نه در روان شم ستا د در په لوري
ستــــــا د يــــــادونو د عسکـــرو سره درشمه زۀ
د تـــــا کاږۀ- کاږۀ بـــــــاڼه را سره مرسته کوي
پـــــــه نيمه شپــــــه د زور ورو سره درشمه زۀ
دا درتـــــه سوال کوم الله چې د محشر پـــه ميدان
د خپل ولس د شملـــــه ورو سره در شمـــــــه زۀ
چې تاراکړى ستا( جلال )را سره خلاص شي اشنا
بېرتـــــه بـــــــه تاته د سوالګرو سره درشمه زۀ