پېنځه ځاځي ....... پېنځه غزلې
احسان الله درمل ( ۱ )
چې مې له وخت سره د چا په ښکلا جنګ روان دی
هغه له مانه د شیبو په شان په څنګ روان دی
هاغه تور دود، هاغه د زاڼو له کتاره وړاندې
په کومه لور ستا د مین الوتی رنګ روان دی ؟
زما یې زړه د محبت په خواږه کیف کې ډوب کړ
خدایه ! دا بیا څوک د څپو په څیر ړنګ بنګ روان دی
د مات کچکول د زنځیر شرنګ یې وړی خوب له پاچا
په کومه دښته کې له ځانه ورک ملنګ روان دی
چې یې اسمان شیندي پر څڼو د بریښنا ګلونه
بیا د باران په سپین څادر کې چیرته دنګ روان دی
عجیبه نه ده که لښکر د نغمو ځي راپسې
په هره ساه کې مې د شنو بنګړیو شرنګ روان دی
***
جلان ځاځی ( ۲ )
شپه بې له یاره ده په خوب نه په بیداره ښه ده
د درد ډیوه بله د زړه د رنځ لپاره ښه ده
سپۍ زمانه د ښکلا تاندې غوښې خوري محبوبې
ستا د ټټر په دروازه کلیمداره ښه ده
داسې هم مه کوه چې هیڅ د نظر ست نه کوې
ګرانه د ګڼو ګلو منځ کې هم څه لاره ښه ده
جانانه نن مې د زړګي بهیر کې لږ خو کینه
دغه جونګړه د شاهانو له درباره ښه ده
ښه شوه چې سیال رقیب مې مات شو د جانان په وړاندې
دا مصرۍ توره چې لویدلې وي له کاره ، ښه ده
***
ارمان لیونی ( ۳ )
د خیال په بام ستوري ته لاره نیسم
ستا د الهام ستوري ته لاره نیسم
ځمه د غره په څوکه غلی کېنم
نن د ما ښام ستوري ته لاره نیسم
شیندم سرې وینې د شفق په غرونو
اچوم دام ستوري ته لاره نیسم
وړه خولګۍ ترېنه په زوره اخلم
نن یو ګلفام ستوري ته لاره نیسم
کالونه وشوو د (آریوب) له ټکه
مست د (آګام) ستوري ته لاره نیسم
که ېې په سترګو کې تصویر کړم بدرۍ
پدې مرام ستوري ته لاره نیسم
نن پرې ( هدفه) ښه اتڼ زده کوم
ډک د خیام ستوري ته لاره نیسم
سپوږمۍ ته ولې پټه وریځو کې ځې
زه مې خپل رام ستوري ته لاره نیسم
***
بلینډه بدرۍ ( ۴ )
په راز مو لکه واړه پوهيدلي ماشومان
مسکي شي چې مې وويني د کلي ما شومان
ګلونه مې ورکړي وو خو ته ېې پيدا نه وې
پرون درپسې ډير وو ګرځيدلي ماشومان
نور څه مې په وس نه وي خو بس تشه په ژړا شم
چې تا له هرې خوا په کاڼو ولي ماشومان
بانې اوس راته مه کړه ځمه مور ته دې ټول وايم
چې تا وو ډک ګودر ته راليږلي ماشومان
لمن لمن کرکڼې چې راوړي تش بلينډې ته
مين خو پرې ضرور دي دا دوه ښکلي ماشومان
***
حميد شجاع ( ۵ )
خلک جل وهلي دي او ته لکه باران
خدای(ج) نه به دې غواړو په لمانځه لکه باران
ګورې به دا دښتې به هم ګل شي یوه ورځ
رابه شي یو څوک لکه اوبه لکه باران
ته چې مې په سترګو کښې ځلیږې لکه لمر
زه به دې هم اورمه په زړه لکه باران
کله سره لمبه شي رڼوي د کلي لارې
کله جانان اوري پاس په غره لکه باران
لرې به د ښکلو د اوربل نه کړمه ګرد
دا ځلې به وینځمه هر څه لکه باران
خدای خبر که چیرته درپه زړه هم شم سبا
رابه شمه تیر به شمه زه لکه باران
یوه غیږه ګلونه او سپرلي وؤ ورپسې
ټوله شپه مې خوب کې څوک لیده لکه باران
***