څه لويه کيسه راته راياده شوه
ستا د خولې وږمه راته راياده شوه
ستا د تورو زلفو تصور کې بيا
هاغه توره شپه راته راياده شوه
ځار دې د سرو شونډو له ګلپاڼو شم
سوځمه لمبه راته راياده شوه
چاووې هغه مې راپه ياد شولو
چاووې هغه راته راياده شوه
بيا زما وېښته په بدن ودرېدل
بيا هغه شېبه راته راياده شوه
بيا مې ستا د شونډو شراب څښلي دي
ښه شوه چې روژه راته راياده شوه
نيمه شپه الهام په سجده پرېوتم
خړه هديره راته راياده شوه.