
ستا چې شونډه شوله توره
زما شونډې تکې سرې شوې
نو بس زه او ته جداشو
او زموږ اړيکې پرې شوې
ستا د شنې شونډې په لوري
زه په منډه در روانه
ما وه سره شونډه راوړې
چې يې درکړمه جانانه
مونږه يو بل ته نږدې شو
زمانه مو منځ ته راغله
د غمونو او دردونو
خزانه مو منځ ته راغله
اوس نو ډېر څه راسره دي
فلسفه دې راته راکړه
زما خپل ښايست ته پام شو
ايينه دې راته راکړه
ما هنداره مخ ته اېښې
څومره ښکلی يې ښايسته يې
زما سترګې څومره ښکلې
زما سترګو کې ته ښکارې
07.09.2007
- محمدحنيف حيران
ستا د ژوند کاروان سره چې مله نه شومسُر نه شــــوم، ســــندره او ټــــــپه نه شوموينې وينې ټنــډه په ســـــجدو مــــې کړهخدايه پاکه بيــــا هـم پرښــــــته نه شــوم(( ناسته يم له کــــــور څــــــــخه راوزم نهځـــــکه پښـــــتنو ته پښــــــتنه نه شوم))خاورې شوم غوښتل مې د هرچا د پښوزر نـــــه شوم، غمی او دُردانه نه شــــومخوب کې مې ليدل چې دوزخي يـــــــمهنن شپه ستا په خيال کې چې ويده نه شومما ويل ته مــــې تور د ســـــترګو نه ګـــــڼېځکه د رنــــ...
17.09.2007
- محمدحنيف حيران
څه لويه کيسه راته راياده شوهستا د خولې وږمه راته راياده شوهستا د تورو زلفو تصور کې بياهاغه توره شپه راته راياده شوهځار دې د سرو شونډو له ګلپاڼو شمسوځمه لمبه راته راياده شوهچاووې هغه مې راپه ياد شولوچاووې هغه راته راياده شوهبيا زما وېښته په بدن ودرېدلبيا هغه شېبه راته راياده شوهبيا مې ستا د شونډو شراب څښلي ديښه شوه چې روژه راته راياده شوهنيمه شپه الهام په سجده پرېوتمخړه هديره راته راياده شوه....