غزل: حميده پکتيانۍ
سُر نه شــــوم، ســــندره او ټــــــپه نه شوم
وينې وينې ټنــډه په ســـــجدو مــــې کړه
خدايه پاکه بيــــا هـم پرښــــــته نه شــوم
(( ناسته يم له کــــــور څــــــــخه راوزم نه
ځـــــکه پښـــــتنو ته پښــــــتنه نه شوم))
خاورې شوم غوښتل مې د هرچا د پښو
زر نـــــه شوم، غمی او دُردانه نه شــــوم
خوب کې مې ليدل چې دوزخي يـــــــمه
نن شپه ستا په خيال کې چې ويده نه شوم
ما ويل ته مــــې تور د ســـــترګو نه ګـــــڼې
ځکه د رنــــــجو غوندې مېــــــــــده نه شوم
نوم مـــــــې د ادب تــــــــر اســــــــمان لاړو نه
لاړم خــــــو( ډېوه) او ( بلــــــينډه) نه شــــــوم
اونه څــــڅـــــــېدم د بلــــــبل ستونـــــــي نـــــه
داسې يـــــــــوه پرُکــــېفه تـــــرانه نه شــــــــوم
اومې کاره ځــــــــان په ډېرو زړونو کـــــــې
حيـــــف په يوه زړه کې هم راشنـــه نه شوم
وشولې مــــــــودې تـــــا پسې وتــــــې يـــــم
اوســـــه پورې ځــــان ته راستــــــنه نه شوم
څومره مــــــــې په يــــــــو وار ورته وکتــــل
وه خدايه (ج) دا څـــــرنګه ړنــــده نه شوم؟
تاو مې د خپل حُــسن د لـــــمر کم و ډېــــر
ستـــا لپاره ټکــــــنده غــــرمه نـــه شــــوم
وسوم پکتيانۍ د حـــــسرت لمر وسوم
ستا د ښکلا سيوري تــــــه دمه نه شوم.