محمدحنيف حيران

Profile Photo

نوم مې محمدحنيف او تخلص مې حيران د پکتيا ولايت د سېدکرم ولسوالي اوسېدونکی، له منځني طب څخه په پېښور کې فارغ شوی يم، همدارنګه د ادب د مبارکې مدرسې يو کوچنی چڼي هم يم او اووکتابونه مې دوه يې شعري ټولګې، يو د ټپيزو کتاب،درې ژباړې او يو فولکلوريک اثر دې، کښلي دي.

شــــــــعرونـــــــــــــــــه


غزل: بلېنډه بدرۍ

پرې پويه نه شم چې ټپه که کلېمه وليکم خو يوه زړه ته ښه درنه شان صدمه وليکم په تا وېرېږم چې پنځ ډزی به دې وخوري رانه زه په منګي خو به دې سل ځله نامه وليکم دا ځل يې بيا ليک را لېږلی د اظهار په تمهداځل به بيا ورته يو نوې شان پلمه وليکم سېتار به غوږ شي له مطرب به ټول راګونه هېر شي که ورته زه د شنو بنګړيو مې نغمه وليکم زه دې په نوم باندې يادېږم تری تم شوې چېرته وايه چې مېنې ته اوس پيل که خاتمه وليکم د بلېنډې د ژوند ملګریه انتظاره! وايه

03.05.2008 محمدحنيف حيران

غزل: اندېښمن ځاځی

غــــيږ ته به د يار رســـــي که غيـــــږ به د دار ونيسي ژوند بــه مې په کــــومه لار ځي کوم خوا به لارونيسي زه ستــــا په معـــصومه ښــــکلا دا رنـــګه دوکه شومه لــــکه کــــوم مـــاشــــوم چې په خندا ،خندا مار ونيسي يــــو پـــرهر او ســـل بوسې ټــــوپۍ بــــه ورانوو سره يــــار دې زمـــا په زړه باندې د هر پرهر شمار ونيسي عـــظم مــې پښـــتون دى ګـــني ســتا خوا ته درتللى شم ښــــار بـــــــه د ژړه راځيـــنې دلتــــه اغيــــــار ونيسي ستــ

03.05.2008 محمدحنيف حيران

غزل: عمردراز مروت

مرور يار ته مې بلا ډېره زاري کړې دهخو سپېره بخت راسره کاش چې غداري کړې دهد يار په سر مې يار د کلي خلک غندلي نه ديد ګل په سر مې د ازغو تابعداري کړې دهکم عقله برخې په تياره چا موندلې نه ديما که ياري کړې خو ما ايمانداري کړې دهځنې سړي هسې په نام خانه پوري شوې ويځنې سړي پورې رښتيا چې خدای خواري کړې دهزه مطمين يم په خپل فن عمردراز مروتهما د ماحول په دايره کې شاعري کړې ده.

30.04.2008 محمدحنيف حيران

د اندېښمن ځاځي نوی غزل

پوه نه يم ځان ته که بې خونــــده ژوند ته ژوند تيره وپه اينتظار چې ســـــــتا د شونډوخــوند ته ژوند تيره وچې باڼه ټيټ شـــي اود زړه په ښــــار مې سوله راشي د کبرجنو سترګو دې اوربنــــــد ته ژونـــــــــــد تيره و سوګنـــــد يې کړى وو چې سږ سپرلى به خوله درکوم ډيرسپرلي تير شول چې دې مات سوګند ته ژوند تيره ودآزادۍ بنـــګړي چې وخت ترې نه به جبــرمات کړل اوس د هغې ناوې خــــــــالي مړوند تـــــه ژوند تيره و د بري تـــــوغ چې لــــــه انګيرزه غمه راوړي راتــه يـــــ

30.04.2008 محمدحنيف حيران

غزل: بلېنډه بدرۍ

په ما ای د ا جل لويه ديواله که ورانيږېزه هسې هم بې څوکه بې وباله که ورانيږې لږ صبر شه يو څه ځواني ېې پاتې له غربتهبيا خير دی د هر لوري مې مجاله که ورانيږې انکار دې ېې ځواب وي خير ځواني مې دې هم يوسيخو يو ځل پرې زړه وکړه بيا مې سواله که ورانيږې لا رنګ به راوړې سور چې ېې په وينو شې نيک بختهبيا بريده د ښکلا مې خير دی خاله که ورانیږې په تا پورې خو ژوند مې دی تړلی نور دې خوښهزرې زرې به تويه شمه خياله که ورانيږې چې ساز دې پکې نه کړه دا زمو

29.04.2008 محمدحنيف حيران

د خيرخوا تازه غزل

مينې ته کم نه وايمغم ته دې غم نه وايمنه لري جومات حجرهشاړې ته  چم نه وايممړ مې که په هر نظردې ته ستم  نه وايمستا د راز به هيچا تهکومه قسم نه وايمفرض دی د کافر رقيبزړه ته حرم نه  وايمظلم دی خيرخوا ته کهورور د آدم نه وايم.

15.04.2008 محمدحنيف حيران

د سعيد منګل درې شعرونه

وختونه ظالمان دي موږ يو بل ته نه پـــــــــــــريديكتاركتار ګلونـــــه دې اوربل ته نه پــــــــــــــــــريدي د خوب څپې مې يوسي بې خودي راباندې راشيبنګړي دې شوخكي سر مې څنګل ته نه پــــــريدي کيســـــــــې د محبت پاتې نيمګړې شي ســـــعيدهغمــــــــــونه د جانان مې نــــور غزل ته نه پرېږدي.

13.04.2008 محمدحنيف حيران

د جلان تازه غزل

زه جانان چې يو وجود شو د عشق تل شودکيف اور شو د ځوانۍ ډيوه کې بل شو چې سرونه ديوبل په اوږو کيږدوته وا لمر او غر تکيه په يو او بل شو طبيعت پرمونږ عجبې کانې کانديکله غشي کله دوې پاڼې د ګل شو چې له ټول بدن نه سترګو ته راټول شودا وخت دوه شهکار بيتونه دغزل شو خداى دې داسې شيبې راولي جلانهچې د نوک اورۍ په شان ته سره خپل شوسيدجيلاني جلان٢٢ وري ١٣٨٧ کابل د نوا راډيو  

13.04.2008 محمدحنيف حيران

غزل: اندېښمن ځاځی

خـير که شډل خيرکه ساده خيرکه اوزګارسړى ى دى چې دى د مينې سړى بيــــــا نو د اعتبـــــار سړى دى سړى د کار به د خپل ځـــان نه دلــــته نه جــــــوړوې دلـــته د کار سړى د کار نـــه دى د دار ســــــــړى دى نه يې شړۍ سته نه يې هغه سپيڅــــلتوب ښکاريږي هـــغه د کلي سړى نشته اوس د ښـــــــار ســــړى دى لـه دې نه بل ساده توب څه چــې زړه يې تا ته درکړودا چا ويل چې انديښمن ځاځــى اوښيار ســـــــړى دى  

10.04.2008 محمدحنيف حيران

نوی کال

نوی کال راغی نوی نوی ارمانونه دی وطن مو اباد کړی ربه دا مو سوالونه دی د ګیروان تڼۍ می پری کړی بیا منکر ولی شیزه خو یی وینم ګرانه دغه ستا لاسونه دی په سرو لمبو کی سوځم د ځان په ویر اخته یمدا دی یاری شوه دغه ټول د ستا نازونه دی زما په سمسور باغ د بی وخته تلان راوستبیا د راوړی راته څله سره ګولونه دی هغه چی ژړیږی په غبرګو لاسو مخ وهیچا یلی ورته د ځانمرګی ورور حالونه دی د ناسور زړګی می کومه برخه درښکاره کړمچی له خولی وینی غورځوم دا دی

31.03.2008 محمدحنيف حيران

نظم ( مرکه) _ جلان

یادونه : دیو منظومه ډوله شعر دى .چې پکې يو پښتون د يو نړيوال کس سره خبرې کوي . نظم ( مرکه )پښتون :- د یو افغان دیو پښتون د یو وګړي په حیثای نړیواله اشنــــــا! زه یوه پوښتنه کومبخښنه غواړم ، ته به وخت نلرې، زما پروړاندېد قیمتي وخت د نیولو دې مننه کوم نړیوال :- نه نه پښتونه یاره! هیله کوم وایه کنهزمونږه دنده ده چې هرچا ته ځواب ووایومونږه خپل ژوند خاص د پښتون نامې ته واقف کړیچې په ستر فکر د پښتون د ژوند کتاب ووایو پښتون :- پوښتنه ښه په غور وار

31.03.2008 محمدحنيف حيران

توري

داغلی بلنډې\"بدرۍ\" په شعر پسيتوريټول کړي مي دلته دګلانو په شان توريراځي د هري خوا نه بلبلانوپه شان توريزه شک ورباندي نه وم تري جوړه يوه غزل شيهر خواته چي شيندم د ليوانيانو په شان توريهر بيت کي دغيرت او د ازاد ژوندون ناري ديقسم چي ليکې نه شم غلامانوپه شان توريپه مينه پښتانه دي ټول کارونه د پښتو کاځاريږي يوتر بله د زلميانو په شان تورينن بيا ئي د غزلو لپي پورته دي نيوليښکاريږي چي دعا کړي ملنګانو په شاه توريښيرا کوی ازار کوی عرض ورباندي مه کړئژړيږ

31.03.2008 محمدحنيف حيران

ته پوهېږې لېونيه_ بلېنډه بدرۍ

ته پوهېږې لېونيه؟پېرنګيان چې دي راغليزه بهر نه وم وتلېنن په زيړ مازيګري کېڅه بې درېغه د پنځ ډزواو بړيو ډزې وشوېبهر شور او منډې ترړېويل( ګودر سره په خوا کې)بس هم دا مې تر غوږو شولزه هم زر په منډه لاړمپه بيځلې شوم ور ټيټهډک منګی مې ټول خالي کړ٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬وړې خور راباندې غږ کړچې اوبه خو ما راوړيپسې مه ځه ګرانې خورېپيرنګيان د ګودر خوا کېد سهر راهېسې ناست ووخو زه ووتم له کورهپه اوږدو اوږدو ګامونو٬٬٬٬٬٬

31.03.2008 محمدحنيف حيران

درې شعرونه

درې شعرونه : محمدسعيدمنګلزړه مې راڅرګند كړه د حجاب شبنمګله ترېنه جوړ شو د درياب شبنمستا په اننګو غوټۍ غوټۍ خولېداسې لكه وي چې پر ګلاب شبنمزه دې په كتو ثواب من كېږمهلږ راباندې  وكړه د ثواب شبنم.

17.03.2008 محمدحنيف حيران

دالهام تازه غزل

سپينې دي صفا د زړه خبرې دي اوښکې خو رښتيا د زړه خبرې دي سترګې دې په سترګو کې راواچوه لولم پکې ستا د زړه خبرې دي ټولې ستا د شونډو په سر هم ناڅي هغه چې زما د زړه خبرې دي نوم دې په سجده کې يادوى نه شم  پاتې په زړه لا د زړه خبرې دي ښار خو دى د ژوند له شر او شوره ډک ځکه خو صحرا د زړه خبرې دي اوس چې د الهام د غزل توري دي و يې لوله دا د زړه خبرې دي 2008-03-05

09.03.2008 محمدحنيف حيران

غزل: حنيف حيران

اوښکه ومه سترګو کې راتم نه شومسيند ومه وياله باندې هيڅ کم نه شومغم ته مې دې زړه د شګو بند تړيصبر و قناعت باندې محکم نه شومخاورې شومه خاورې د هر چا د پښوڅه وکړمه خاورې ستا د چم نه شوماوس خو دې مرګې نو ځانته وغواړمزه چې مستحق ستا د کرم نه شوممړ چې شم، نمانځي به مې، شاعربه يمحيف چې په ژوندوني محترم نه شومډک مې کتابونه ترې حيرانه کړلبيا يې هم د حُسن مترجم نه شوم.

07.03.2008 محمدحنيف حيران

پسرلی: نيکمل ځاځی

هره خوا وطن گلزار شو چی سپرلی شوبیا د سرو گلونو وار شو چی سپرلی شوعطر وپاشل گلونو په هر ځای کی ماحول واړه خوشبودار شو چی سپرلی شوڅنگه ماتې يې خزان ته کړه په برخهسلطنت يې تار په تار شو چی سپرلی شوله ډیر وخته بی دیدنه له یو بل ووهر بلبل له گل نه زار شو چی سپرلی شوبلبل ساز او سرود پیل کړی غونچی خاندیدخوښی پیغام اظهارشو چی سپرلی شوناقرار وم چی می یار لیدلی نه ووپه گلاب می زره قرار شو چی سپرلی شود سرو گلو بڼ کی ناست ساغر په لاس کیمیخور مست شو اوخ

03.03.2008 محمدحنيف حيران

ځوانيمرګ اتڼچي سليمان ته

زموز دكلي د  اټن سر لاري  ځوانيمرګ  شهيد(سليمان) ته !مــــــــنو وادونه به پريمــــانه وي خـــــوګــرانه اشــــــــــنا پكـــــې اټن به نه ويكلې به وي خلـــك به هـــــم وي پكـېخو ګرانه ستا ســــــره ديدن به نه وي كوم يو شني ســـــترګي له نظره كړو بيا زموژ له كلــــــــــي يي خـــوندونه يووړلزموژ ښادې يي كړې مــــــــــيراتې راتهزموژ له وادو يي اتــــــــــــــــــڼونه يووړل ګر

25.02.2008 محمدحنيف حيران

د حميد احساس تازه غزل

دسحر خوږه وږمه شه په ما راشهله هرخوا نه راخوره شه په ما راشه لکه زاڼه ستړی ستړی په لار درومېبڼ دزړه کې مې دمه شه په ماراشه ياقربان به زه له ورايه درته وايمخوبس ته ټپه ټپه شه په ما راشه زړه کې ويره له هيچا نه چې ونه کړېداسې کلکه پښتنه شه په ما راشه خوب له سترګو چېرې لرې رانه يوسهنن شپه ښه راسره مله  شه په ما راشه د(احساس)زړګۍ له ځانه سره يوسهلکه سيند څپه څپه شه په ما راشه حميد احساسمتحده عربی امارات العين

25.02.2008 محمدحنيف حيران

ماته کرکه راځي

دا څه سبب دی چې د لمر نه ماته کرکه راځيدلته د هر نوي سهر نه ماته کرکه راځيد ژڼي ورور د سينې ټپ مې لا ګنډلی نه دیپاچا قربان ستا د عسکر نه ماته کرکه راځيهاغه د پېغلو په محفل چې توغندئ ولګېدله هغې وروسته د ګودر نه ماته کرکه راځيددې اولس د هر صاحب نه مې تاوان موندلیپه دا وطن کې د رهبر نه ماته کرکه راځيچې ستا په سترګو کې جلال راټولولای نشيد داسې سست غوندې هنر نه ماته کرکه راځي

25.02.2008 محمدحنيف حيران

عزل: م سعيد منګل

بې له تا مې بل كتاب ليدلى ندىپه كتاب كې مې بل باب ليدلى ندىستا لپاره زه د هغو مٌريدي كـــــــــــړمچې په خپله يى مهراب ليدلى ندىد ليدو په طمعه ناست مراقبه يمله تراوسه مې كوم خواب ليدلى ندىزاهدان دې په دربار كې حاضريږيما سعيد لا ستا نقاب ليدلى ندى  

25.02.2008 محمدحنيف حيران

د جانان غم

د شوګیرو به درته څه ووایمد ژړیدو به درته څه ووایمچه دې په مینه کی لوګی لوګی شومد نا کردو به درته څه ووایمد جانان غمه لیونی دې کړمهد رغیدو به درته څه ووایمچه په وعده باندې وفا ونکړید تش وعدو به درته څه ووایمګيلې مې ډيرې په زړګی تیریږی ددی ګیلو به درته څه ووایمزړه می د مینی په دریاب لاهو شود ډوبیدو به درته څه ووایمد افغانی زړګی کی مینه د یارد هیریدو به درته څه ووایم----------------------------------سمیع الدین افغانی۲۰ /۲ /۲۰۰۸مهاج

25.02.2008 محمدحنيف حيران

نظم: جيلاني جلان

له ژړا ډک ليک دې راورسيدو قربان قربان ګلاب ګلاب جانانه!ځواني دې ګل باندې زهيره مه شهستا د خواږه وجود نازکه سيمه داور په لومو کې راګيره مه شه له ژړا ډک ليک دې راورسيدوګيلې دې ډېرې له جانان کړيديستا دهغو اوښکو بلا واخلمهد ليک لفظونه چې يې وران کړيدي زه يې ځواب کې درته څه وليکم زه خپل ضمير ته ملامت يم ګرانې!بايد حلال شم ستا د لاس په تورهزه يو قاتل د محبت يم ګرانې! ماستا د پاکو هيلو لو کړيدىستا ارمانونو ته مې سپک کتليچې زه او

11.02.2008 محمدحنيف حيران

څلوريزه: سعيد منګل

بې له تا مې زړه هيڅ كراريږي نهمينه مې په چا باندې ماتيږي نه...........ښه به دې غوسه كړم تكه سره به شېاوسپنه چې سره نه شي پستيږي نه............ م.س. سعيد منګل.....كابل

11.02.2008 محمدحنيف حيران

دجلان ښکلی غزل

ژوند لکه ياغي سمندر ناڅي دعشق وار راځي جوړ له يو کم سل رنګونو يار ،په دغه لار راځي پل کي يې د دښۍ پښې څه راڼه چينه راووته داځلې که خير وي شين دلدل په ګلو بار راځي يار چي دځوانۍ په شرنګ کې هڅه د راتلو وکړي ته وا دګرمۍ پرمهال شنه فصل کې مار راځي څنګه مو پيريان د ميني دې حالت ته نه نيسي ؟داسې تماشو کې په بوډا سړي خمار راځي وتراشه جلانه !له ځوانۍ نه يې پى مخى رنګ غوړ لرګى د اور په بلولو کې پکار راځي سيدجيلاني جلان  

06.02.2008 محمدحنيف حيران

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more