په ما ای د ا جل لويه ديواله که ورانيږې
زه هسې هم بې څوکه بې وباله که ورانيږې
لږ صبر شه يو څه ځواني ېې پاتې له غربته
بيا خير دی د هر لوري مې مجاله که ورانيږې
انکار دې ېې ځواب وي خير ځواني مې دې هم يوسي
خو يو ځل پرې زړه وکړه بيا مې سواله که ورانيږې
لا رنګ به راوړې سور چې ېې په وينو شې نيک بخته
بيا بريده د ښکلا مې خير دی خاله که ورانیږې
په تا پورې خو ژوند مې دی تړلی نور دې خوښه
زرې زرې به تويه شمه خياله که ورانيږې
چې ساز دې پکې نه کړه دا زمونږ غريبه مينه
پروا مې درته نېشته سور او تاله که ورانيږې
٦-٢٩-٢٠٠٤
15.04.2008
- محمدحنيف حيران
مينې ته کم نه وايمغم ته دې غم نه وايمنه لري جومات حجرهشاړې ته چم نه وايممړ مې که په هر نظردې ته ستم نه وايمستا د راز به هيچا تهکومه قسم نه وايمفرض دی د کافر رقيبزړه ته حرم نه وايمظلم دی خيرخوا ته کهورور د آدم نه وايم....
30.04.2008
- محمدحنيف حيران
د بن د تړون له برکته زموږ هيواد او هيوادوال د ډيموکراسۍ له نومه برخمن شول ، د همدې تړون له مخې زموږ ټولنه له هغو محروميتونو او محدوديتونو څخه هم خلاصه شوه چې د څو لسيزو په اوږدو کې ورسره مخ وه ، دا تمه کيده چې د ديموکراسۍ په راتلو سره به زموږ ټولنه هم د پرمختګ په لاره ګامونه واخلي خو د ټولنې د خلکو د پوهې د کچې د ټيټوالي له امله ديموکراسي هم په هغه ډول چې تمه وه پلې نه شوه ديموکراسۍ د پرمختګ په ځاى فساد وزيږاوه . په همدې چوکاټ د بيان د آزادۍ نوم هم اخيستل کيده خو دپام وړ خبره دا وه چې له همدې نو...