د بن د تړون له برکته زموږ هيواد او هيوادوال د ډيموکراسۍ له نومه برخمن شول ، د همدې تړون له مخې زموږ ټولنه له هغو محروميتونو او محدوديتونو څخه هم خلاصه شوه چې د څو لسيزو په اوږدو کې ورسره مخ وه ، دا تمه کيده چې د ديموکراسۍ په راتلو سره به زموږ ټولنه هم د پرمختګ په لاره ګامونه واخلي خو د ټولنې د خلکو د پوهې د کچې د ټيټوالي له امله ديموکراسي هم په هغه ډول چې تمه وه پلې نه شوه ديموکراسۍ د پرمختګ په ځاى فساد وزيږاوه . په همدې چوکاټ د بيان د آزادۍ نوم هم اخيستل کيده خو دپام وړ خبره دا وه چې له همدې نوم څخه په ګټې پورته کولو سره په لويه کچه خصوصي يا که په بل ډول ووايو شخصي رسنيو په خپرونو پيل وکړ هر چا چې امکانات درلودل نو ددې عنوان لاندې يې د رسنيو بنسټ کيښود چې ګواکې ښوونيز او روزنيز پرګرامونه به وړاندې کوي ترڅو وکولاى شي ددې ټولنې له ښونيز او روزنيز بهير سره چې د درو لسيزو په اوږدو کې د جګړو له امله وران شوى دى مرسته وکړي او دا بهير ګړندى کړي . همدا و چې په سلګونو چاپي رسنيو او لسګونوغږيزو رسنيوپه کار پيل وکړ ،دا لړۍ همدا ډول روانه وه تر څو چې انځوريزو رسنيو هم دبيان د آزادۍ په سيوري کې خپل ګامونه اوچت کړل ، ډيرو تلويزيونونو په خپرونو پيل وکړ چې په دې کې د غربي نړۍ د فرهنګ سره مرسته کونکي تلويزيونونه هم د غربي نړۍ په زور په پښو ودريدل او له بل پلوه د خلکو تنده هم همدا وه چې په ټولنه کې تلويزيون ولري او څه نا څه نورې نړۍ پرمختيايي خپرونې وګوري خو په يو لنډ وخت کې ټولنه له دې ټلويزيونونو څخه ستړې شوه لامل يې هم دا و چې د غربي فرهنګ استازو د نوموړى فرهنګ په ټولنه تپل غوښتل . دا وخت د شمشاد په نوم يو ښونيز او روزنيز تلويزيون ټولنې ته وړاندې شو چې په پښتو ژبه يې د خپرونو لپاره ځان چمتو کاوه ددې خبرې په اوريدو سره په هيواد او له هيواد څخه بهر پشتانه ډير خوشحال شول او دا تمه ورسره پيدا شوه چې اوس نو پښتانه په رښتيا پرمختګ کولو ته فکر کوي او شمشاد تلويزيون به د ټولو پښتونو د دردونو او احساساتو ترجماني وکړي ، بالاخره شمشاد په خپرونو پيل وکړ او په پيل کې يې ډير زيات مينه وال هم درلودل ځکه چې د نورو تلويزيونوپه پرتله شمشاد ريښتيا هم ښوونيز او روزنيز پروګرامونه وړاندې کول او يو بل لامل يې دا و چې هر چا په دې تلويزيون کې کار کاوه په يو خاص احساس يې کار کاوه په دې مانا چې د خپلې ژبې او د خپلو خلکو لپاره يې ستونزې ګاللې اوتر دې چې ډيرو خو معاش هم نه اخيسته او افتخاري يې دنده تر سره کوله ، په هر صورت تر يو وخته خو يې ښه په درز کې خپرونې وکړې خو ورو، ور له خپل زور څخه را ولويد ، خپرونې يې هم ورو ، ورو بې خونده شوې او هغه ارزښت چې يې په ټولنه کې درلود له مينځه ولاړ ، او لامل يې هغه کارکونکي و چې نوموړي تلويزيون ته يې په خپل زيار سره ارزښت ورکړى و اوله شمشاد څخه خفه شول نورو تلويزيونونو ته ولاړل ،چې د نوموړو کارکونکو خفګان او نورو تلويزيونونو ته تللو بيلابيل لاملونه درلودل چې ځينې زه تاسودرنو لوستونکو ته په ته په ګوته کوم ، لومړى خو ډيرى کارکونکى د نوموړې ادارې له چاچلند څخه نه و راضي ځکه چې له يوه کارکونکي سره د يوه اخستي غلام په څير چلند کيده ، دوهم ما مخکې هم وويل چې ډيرې کارکونکې داسې هم وو چې د خپل احساس له مخې يې کار کاوه او يوازې ددې لپاره چې پښتو او پښتنو ته يې خدمت کړى وي هر څه يې زغمل خو کله چې په دې وپوهيدل چې ددوى په احساساتو تجارت روان دى نو له نوموړي تلوزيوي څخه خفه شول ا و ووتل ،دريم د شمشاد تلويزيون په اداره کې د ډلو او ډلبازيو رامينځ ته کيدل ددې لامل شول چې ډيرې کارکونکې خفه شي ځکه چې له کاکونکو سره د مور او ميرې چلند کيدو ، د کارکونکو په شخصي اړيکو کې مداخله کول ان تر دې چې که دوه کسانو يو ځاى ډوډۍ هم وخوړلې واى نو دوى به يې د لامل پوښتنه کوله چې ولې مو ځاى ډوډۍ خوړلې داسې ښکاريده چې په يوې رسينۍ کې نه بلکې په يوې استخباراتي شبکه کې دنده تر سره کوې نو يو لامل يې دا هم وو چې ځينې وتلى وياندويان او پروديوسران له شمشاد تلويزيون څخه نورو تلوزيونونو ته ولاړشي ، يو څو کسان د شمشاد له ريس څخه را تاويدل او د نورو کارکونکو دا کار په اړه يې غلط پوهول او پارول ددې لامل شوچې کارکونکي خپلې دندې پريږدي ، خپل کار کونکي ته لکه څنګه چې لازمه وه هغه ډول ارزښت نه ورکول اوخپل ناپيلتوب ته زيان رسول ددې لامل شو چې بلااخره هغه څوک چې دا تلويزيون يې په پښو اودرولى و له دې تلويزيون څخه نورو تلويزيونونو ته ولاړ شي ، دادى په دې ورستيو کې هم د نوموړي تلويزيون يو شمير وتلي او پياوړي کارکونکي له نوموړي تلويزيون څخه خفه ووتل او خپرونې يې خالي پاتې شوې ، زه ګمان کوم چې هر څوک په خپل کار کې يوه خاصه ځانګړتيا لري او بل کس نه شي کولاى چې د هغه کار په هغه ډول چې بايد تر سره شي تر سره کړي چې يوه ښه بيلکه يې د (ګرم څوک دى ؟)خپرونه ده چې د زرګونو ليدونکو په درلودلو سره هم بنده شوه ځکه چې شمشاد تلويزيون په دې ونه توانيد تر څو د هغې خپرونې لپاره داسې يو څوک پيدا کړي چې هغه خپرونه لکه څنګه چې ضرورو وه جوړه کړاى شي او دې ته ورته ډيرې نورې خپرونې هم شته لکه تاوده بحثونه زه ګمان نه کوم په هغه ډول چې يې مينه وال غواړي وړاندې کړاى شي ، د خلکو او چارواکو خپرونه چې ددې لپاره هم يو وړ کس ته اړتيا ليدل کيږي ، د روڼ سهار خپرونه د بې خوند کيدو سره دا دى تر بنديدو هم ورسيده ، د ژغورنې خپرونه او ډيرې نورې سياسي او خبرې خپرونې چې ورو، ورو به بې خونده شي او بايد ووايم چې دې کار کارکونکو ته ورته نورډير کارکونکي هم له شمشاد څخه په وتلو دي او نورو تلويزيونونو کې د ځان لپاره د دندو په لټه دي . د شمشاد تلويزيون دې حال ته په ليدو سره زه دومره ويلى شم چې اوس مهال دا تلويزيون د نابودۍ د کندې په غاړه دى او د پښتنو هغه هيله چې کيداى شي پښتانه له همدې لارې د پرمختګ زمينه تر لاسه کړي له خاورو سره خاورې شوه. خواوس هم وخت شته که شمشاد تلويزيون غواړي چې په ټولنه کې بيا هم لکه وړاندې ارزښت پيدا کړي نو د شمشاد تلويزيون چارواکو ، کارکونو او په تيره بيا د نوموړي تلويزيون بنسټ ايښودونکې ته دا اړينه چې بيا يې له سره پيل کړي دا ځل بيا داسې کسان راټول کړي چې د يوه سپيڅلي احساس له مخې کار وکړي او هغه کسان چې نه غواړي دا تلويزيون په پښو ودريږي له خپل مينځ څخه يې وباسي خو دا څل دې له تير وار څخه تجربه واخلي او تيرې کانې دې نه تکراروي ، دا ځل دې هغه څوک وپيژنې چې په پښتنو زړه خوږوي او هغه دې هم وپيژني چې له ځان څخه پرته بل هيڅ فکر نه شي کولاى