پوه نه يم ځان ته که بې خونــــده ژوند ته ژوند تيره و
په اينتظار چې ســـــــتا د شونډوخــوند ته ژوند تيره و
چې باڼه ټيټ شـــي اود زړه په ښــــار مې سوله راشي
د کبرجنو سترګو دې اوربنــــــد ته ژونـــــــــــد تيره و
سوګنـــــد يې کړى وو چې سږ سپرلى به خوله درکوم
ډيرسپرلي تير شول چې دې مات سوګند ته ژوند تيره و
دآزادۍ بنـــګړي چې وخت ترې نه به جبــرمات کړل
اوس د هغې ناوې خــــــــالي مړوند تـــــه ژوند تيره و
د بري تـــــوغ چې لــــــه انګيرزه غمه راوړي راتــه
يـــــوې مـــــــلالۍ ته د زړګي په ميــــوند ژوند تيره و
پيــــوند د روح خو انديښــــــمنه تــــړل شــــوى زمونږ
بـــس د هغــــې ســــره د زړه پيـــــوند تــه ژوند تيره و