زموز دكلي د  اټن سر لاري  ځوانيمرګ  شهيد(سليمان) ته !
مــــــــنو وادونه به پريمــــانه وي خـــــو
ګــرانه اشــــــــــنا پكـــــې اټن به نه وي
كلې به وي خلـــك به هـــــم وي پكـې
خو ګرانه ستا ســــــره ديدن به نه وي

كوم يو شني ســـــترګي له نظره كړو بيا
 زموژ له كلــــــــــي يي خـــوندونه يووړل
زموژ ښادې يي كړې مــــــــــيراتې راته
زموژ له وادو يي اتــــــــــــــــــڼونه يووړل

ګرانه اشـــــــــــــــــناتا  خو هيځ ونه ويل
داتڼ ســــــــــــر ته به اوس څوګ راولو
كه زموژ په كلي چا حمـــــــــــــــــله وكړه
دجنګ دګر ته به اوس څــــــوك راولو

دې غزرايل نه مـــــــــي ګــــــيله راغــله
جانـــانه ډيره يــــــــــــي تادي وكـــــــــــړه
موژ خو په خپـــــــــــله ګنـــاه نه پو هيژو
جانانه ډيره يي نا ځــــــــــــــــواني وكړه

يو بل ته ووايو چه صـــــبر شـــې نــور
مــــــګر د صبر چاره هيره شــــــــــــوله
ظالمه ســـــتا سره يو څو ورځې ژوند
لكه د خوب شيـــبه وه تـــــيره شـــــوله

دا زمـــــانه وايي هېـــــر زړي ده خــــــــــــــو
ګمان مي نشـــــــــــي كه دهير كړو مـــوژه
چه څوګ پيــــدا شي راته چل واښــــايي
دا باقـــــي ژوند به څنــــګه تير كړو موژه

زه اوس حيران يمه چه ســـــــــــتا له ژونده
خپــــــــلو ملــــګروته كيــــــسه جوړه كــړم
كه په ســــــــــــــندرو كـــې د وســـــتا يــمه
ور څخه ښه ښـــــــــــــكلي ټـــــپه جـــوړه كړم

داســــــــــــې له يوه مخــــــه مو مه  هيروه
بس په خــــــــــــــوبونو كې را درومه راته
دغـــم په ورځـــــــو كې د نه راغـــــــــــواړو
خــــــــو په وادونو كــــــــې را درومه راته