نـــــوم       : جميل خان 
تخلص        : مخلص
دپلارنوم     : د ليل خان
زوكــړه      : ١٣٦٧ لېږديز لمريز کال
زده کړه      :  تر يوولسم ټولګي پورې
ولايت         : خوست
ولسوالي      : درګى تڼي
کلى             : شګې کلى

                                غزل
دنن زمــــــانې وروڼه- وروڼه نــــــــــه دي دښمنان دي
مطلب درنـــــه پـــوره کړي وريتوي دې کـــبابيــان دي
په خوله خو درته وايي زما ورور يې پــه مـــا ګران يې
په زړۀ کې يې دښمن يې مړکــوي دې خـونـــکاران دي
نـــــه پوهېږم وطن پلور دي خپله خــــــاوره خــرڅـوي
پخوا خو داسې نـــــه وو لکه اوس چـــــې افـغـانـان دي
په حال يې هېڅوک مه کړې ربه دا مې درتــه سوال دى
بېلتون يې وي په برخه خوار و زار ټول عــــاشـقـان دي
په خوله وايو اټـک زمــــــــوږه خپل زمــــوږه حـق دى
اټک څه کړو وطن نــــــــه مــــــو وبـاسي را روان دي
پرې وغورځي چې تندر لـــــه اسمانه ډېر بـه خوښ شي
(  مخلص ) بـــــاندې چې بد  لــــګي دنيا کې غمازان دي

نـــــوم       : تاج محمد
تخلص       : شبرم
دپلارنوم     : جان محمد
زوكــړه     : ١٣٦٥لېږديز لمريز کال
ولايت        : خوست
ولسوالي     : اسمعيل خېل او  مندوزي
کلى           : شبي خېل
                
                       فرياد
يا عاشق دى چې فرياد کړي له پرهــــاره
يــــا کوم ستورى خطاشوى لـــــــه مداره
ځمه لرې چېرتـــــه غروکې بــه دېره شم
بس دى کډه بــــاروم ځم لـــــــه دې ښاره
هــــر بېګــاه راتـــه وعـــده د سبا راکړي
نـــــور دې ستړى شوم اشنا لــــه انتظاره
سپين لاسونه يې دسرو وينونه پاک کـړې
دا دعــــا مې کړې قبولـــــه کــــرد ګـاره
مــــرور وروڼــــــه چې واړه راپخلا شي
د دنيا لــــه هـــــــريوکونج او لــــه کناره
په ژوندون دې زمــا زړۀ ډېر ازار کـړى
کړه دعــــا چې مـــــي تېرېږې له مـزاره
په (شبرم ) چې کله خــــــاورې انباريــږي
يــــــــاره راشه اخــــري ديدن لــــه پـاره

نـــــوم       : عتيق الله
تخلص       : غمجن
دپلارنوم    : محمدابراهيم
زوكــړه     : ١٣٦٢ لېږديز لمريز کال
زده کړه      : د دوولسم ټولګي څخه فارغ        
ولايت        :  خوست
ولسوالي     : مرکز- متون
کلى          : مرديخېل
 
                زخمي کابل
پرېږده چــــې وليــــــــــکم غزل دلبره
دا ستــــــــــا کتل زمــــــا ويشتل دلبره
داسې دې زۀ زخمي زخمي کړم ښکليه
لــــــــکه زخمي چې شو کـــــابل دلبره
هــــر وخت ژړا او فــــــــريادونه کوم
کـــــه راتـــــــه راکړې لږ درمل دلبره
پـــــه دغه وران کلي مې نه شي ګذران
ژوند تېروم نـــــور پــــــه ځنګل دلبره
تــــه چې په ناز، ناز قـــــــدمونه اخلې
اخېر (  غمجن ) به کړې پــــــاګل دلبره

نـــــوم       : محمد نذير
تخلص       : زاهد
دپلارنوم    : احمدخان
زده کړه     : تر لسم ټولګي  پورې
ولايت        : پکتيا
ولسوالي     : مرکز
کلى           : التمور

چاپ شوي اثار : نه لري
نـــاچاپ اثـــار : يوه شعري ټولګه
                     
                        غورځنګ
نورجنګ نه غواړو خير توره مودې زنګ شي
نه چې لاس مو نور د ورور په وينو رنګ شي
د بـاروتو لوګى ورک کړې نوم يې ورک کړې
کلــي اور واخلي وطن پـــــــــکې بد رنګ شي
دا منــــــم چې د سر غــــم  ور سره نـــــه وي
پښتانه ځوانــــــان چې کله پـــه غورځنګ شي
زړونــــــه اور واخلې لوخړې تـــــرېنه خيږي
هغه وخت چـــــــې د څلورو سترګو جنګ شي
په( زاهد) به هـغـــــــــه ورځ د اختر ورځ  وي
چـې سيالي يې د خپل سيـــال سره په څنګ شي

نــــوم        : حاجي شېرنوازخان
تخلص       : ساتى
دپلارنوم    : ميرزاعلي خان
زوكــړه     : ١٣٥٢ لېږديز لمريز کال
زده کړه     : د دوولسم ټولګي څخه فارغ
ولايت        : خوست
ولسوالي     : ګوربز
کلى           : واړه
                      
                       نازکې سترګې
را يادې چې دستا ښــکلې نــــــــازکې سترګې شي
ژړا راشي د اوښــــــکو نـــه مې ډکې سترګې شي
منم چې پـه دنيا کې بــــه وي سترګې ښکلې ښکلي
د ا ستا پـــه شانې سترګې مې د چـــــا نه دي لېدلي
دستا سترګې چې نه وي نوردې ورکې سترګې شي
دا ستا حسينو سترګو يــــاره دومـــره سزاوار کړم
هېچا ته کتى نشم د هـــــــــر چــا نه دې بېزار کړم
تر پام به مې داستا لــه رويـــــه سپکې سترګې شي
چې بوى دوفـــــا نــــه وي پــــکې سراسر جفا وي
(  ساتى، شېر نواز ) وايــــم چــې مين پسې خپه وي
بـــر بــــــــادې دې دنيا کې دا غلچکې سترګې شي

نـــــوم        : اسلامي خان
تخلص        : سرګردان
دپلارنوم      : غلام خان
زوکــړه      : ١٣٦٣ لېږديز لمريز کال
زده کړه       : نا لوستى
ولايت         : خوست
ولسوالي      : صبري
کلى            : نېک نام

چاپ شوي اثر  : نه لري
نـــاچاپ اثـــار : يوه شعري ټولګه

                           پښتنو!
پښتانــــه شئ ، پښتانـــه شئ ، پښتانــه شئ  پښتنو!
خــراب شولئ -  خــراب شولئ لږ ښه شئ پښتنو!
څـــوک يئ  تاسو څــــه يئ ښه خبر يئ افغانان يئ
افغانــــان يئ هغه څوک شئ  هغه څه شئ  پښتنو!
لېونـــــي شئ لېونى شئ لېوني شئ چې روان شئ
وروسته نه ګورئ دوکه شئ چې دوکــه شئ پښتنو
مسلمان يــــئ بختور يئ شهيدان يئ پروا نـه کړي
چې پـه خاوره په ناموس پـه اسلام مړه شئ پښتنو!
احمد شاه و، ميرويس خان وملالۍ وه دا زموږ وو
چې تــــاريخ تـه يې نظر نـه کړئ ړانده شئ پښتنو
پـــه نثرونو افسانو بــــــاندې خو هسې نه پوهېږئ
بيـا بې هــــوشه يئ په شعر چې پوى نه شئ پښتنو
( سرګردان ) وايم چې کښېنئ اتفــــاق او اتحاد تــه
سره وروڼــــه سره خپــــل، سره خواږه شئ پښتنو

نـــــوم       : ميناورګل
تخلص       : تراب
دپلارنوم     : نظيم ګل
زده کړه     : تر اتم ټولګي پورې
ولايت        : خوست
ولسوالي     : اسمعيل خېل او مندوزي
کلى          : اورزه
قوم           : لېونخېل

دا رنګ مې ګوره دى تک تور جانانه
مـــــا درتـــه ويل  مينه ده اور جانانه
زمـا په زړۀ دې داغ همداسې ښکاري
لــــکه په سپينو جامـــــــو تور جانانه
تــــابه غصه کړه مـــــــا خندلې درته
اوس شــــوم د کــــلي د پېغـور جانانه
بيا بــــه تر مــــرګـه ستا احسان منمه
کـه مې زړګي  تـه شوې ټکور جانانه
چې ستـــــا دمينې پــرې شبنم وريږي
(  تراب ) به تل ګرځـي سمسور جانانه

نــــوم        : فضل الرحمن
تخلص       : قانع
دپلارنوم     : بديع زمان
زوكړه        : ۱۳۶۲ لېږديز لمريز كال
ولايت        : خوست
كلى           : دشمل بنګي باغ

چاپ شوي اثار : نه لري
نــــاچاپ اثــار : د هيلې په نامه يوه شعري ټولګه
                     
                      ارمـــان
يـــــادې بېلتون يــــــا غمازان نــــــــه واى
يـــــا دې دا  ښکلي پـــــــه جهان نــــه واى
ښکلي دې واى خدايـه بېلتون دې نـــــه واى
زمــــوږ بـــــه پــــــاتې دا ارمـــان نه واى
 ( فضل الرحمن قانع ) دا سوال کړي رب ته
خدايـــــه يــــــا مينه يـــــــا هجران نـه واى

نـــــوم        : عبدالرحمن
تخلص        : برباد
دپلارنوم      : شاه ورګل
زوكـړه       : ۱۳۶۲ لېږديز لمريز كال
زده کړه      : د يوولسم ټولګي زده کوونکى
ولايت         : خوست
ولسوالي      : ميدان خوله
کلى            : متون ګنګينۍ
           
                   ستا ښايست زما ځواني
زمـــــا په زړۀ ګرانې ستا دغـم پوځونـــــــه راغلل
لکــه پـــه خوست بدل- بدل چې حکومتونــه راغلل
لــــه دنيا ورک شوم چې کتل مې ستا بشر تـه وړې
پـــــه رڼا ورځ زمـــــا په زړۀ ډېر تکليفونـه راغلل
خلکـــــو اغيارو  را ويشلى زۀ يـې نــــــه مـنــمــه
ټول پردي دي يو دوه درې يې په کې وروڼه راغلل
سپين ږيرو راشئ فيصلې تـه چې زه ګرم په څه يم
يـــوې جينۍ پــــــه سر نن ماپسې لښکرونـه راغلل
زمـــــا د زړۀ  بلډينګ يى سم ذرې ذرې کـړو لـکه
د القاعدې امـــــريکايانـو چې جنګـونــــــــه راغلل
چې بــــې پوښتنې پــــــــه برباده راغلل يو نـا څاپه
زمـــــا په زړۀ يې توغول واړه تــــوپونــــه راغلل

نــــــوم      : نور الياس
تخلص       : هنريار
دپلارنوم     : شاه ولي خان
زوكــړه      :  ١٣٦٢ لېږديز لمريز کال د ليندى ٧ مه
زده کړه      : تر اتم ټولګي پورې
ولايت        : خوست
ولسوالي     : علي شېر تريزي
کلى           : غونډۍ

چاپ شوي اثار : نه لري
نـــاچاپ اثــــار : يوه شعري ټولګه
                     غزل
زړګيه راتــه بيا پــــه شعر داستان خبرې وليکه
د  ړنګ ويجاړ وطن افــغـــانستان خبرې وليکه
موږه يومظلوم که مظلومان دنيا کې نورشته دي
پـــه  سرو  وينو کې لت پت دلبنان خبرې وليکه
وار د ظـــالــمــانـــو بــــــه تېريږي دا امېد لرم
خزان پسې بهار  شته د زمــــان خبرې وليـــکه
د مـــــرګ نه پس  ژوندون منم زمـا دا عقيده ده
(  هنر ) سره حساب کې د مېزان خبرې وليـــکه