دسحر خوږه وږمه شه په ما راشه
له هرخوا نه راخوره شه په ما راشه

لکه زاڼه ستړی ستړی په لار درومې
بڼ دزړه کې مې دمه شه په ماراشه

ياقربان به زه له ورايه درته وايم
خوبس ته ټپه ټپه شه په ما راشه

زړه کې ويره له هيچا نه چې ونه کړې
داسې کلکه پښتنه شه په ما راشه

خوب له سترګو چېرې لرې رانه يوسه
نن شپه ښه راسره مله  شه په ما راشه

د(احساس)زړګۍ له ځانه سره يوسه
لکه سيند څپه څپه شه په ما راشه

حميد احساس
متحده عربی امارات العين