ماته کرکه راځي
دلته د هر نوي سهر نه ماته کرکه راځي
د ژڼي ورور د سينې ټپ مې لا ګنډلی نه دی
پاچا قربان ستا د عسکر نه ماته کرکه راځي
هاغه د پېغلو په محفل چې توغندئ ولګېد
له هغې وروسته د ګودر نه ماته کرکه راځي
ددې اولس د هر صاحب نه مې تاوان موندلی
په دا وطن کې د رهبر نه ماته کرکه راځي
چې ستا په سترګو کې جلال راټولولای نشي
د داسې سست غوندې هنر نه ماته کرکه راځي