بې له تا مې بل كتاب ليدلى ندى
په كتاب كې مې بل باب ليدلى ندى
ستا لپاره زه د هغو مٌريدي كـــــــــــړم
چې په خپله يى مهراب ليدلى ندى
د ليدو په طمعه ناست مراقبه يم
له تراوسه مې كوم خواب ليدلى ندى
زاهدان دې په دربار كې حاضريږي
ما سعيد لا ستا نقاب ليدلى ندى
25.02.2008
- محمدحنيف حيران
د شوګیرو به درته څه ووایمد ژړیدو به درته څه ووایمچه دې په مینه کی لوګی لوګی شومد نا کردو به درته څه ووایمد جانان غمه لیونی دې کړمهد رغیدو به درته څه ووایمچه په وعده باندې وفا ونکړید تش وعدو به درته څه ووایمګيلې مې ډيرې په زړګی تیریږی ددی ګیلو به درته څه ووایمزړه می د مینی په دریاب لاهو شود ډوبیدو به درته څه ووایمد افغانی زړګی کی مینه د یارد هیریدو به درته څه ووایم----------------------------------سمیع الدین افغانی۲۰ /۲ /۲۰۰۸مهاج...
25.02.2008
- محمدحنيف حيران
دا څه سبب دی چې د لمر نه ماته کرکه راځيدلته د هر نوي سهر نه ماته کرکه راځيد ژڼي ورور د سينې ټپ مې لا ګنډلی نه دیپاچا قربان ستا د عسکر نه ماته کرکه راځيهاغه د پېغلو په محفل چې توغندئ ولګېدله هغې وروسته د ګودر نه ماته کرکه راځيددې اولس د هر صاحب نه مې تاوان موندلیپه دا وطن کې د رهبر نه ماته کرکه راځيچې ستا په سترګو کې جلال راټولولای نشيد داسې سست غوندې هنر نه ماته کرکه راځي...