د جانان غم
د ژړیدو به درته څه ووایم
چه دې په مینه کی لوګی لوګی شوم
د نا کردو به درته څه ووایم
د جانان غمه لیونی دې کړمه
د رغیدو به درته څه ووایم
چه په وعده باندې وفا ونکړی
د تش وعدو به درته څه ووایم
ګيلې مې ډيرې په زړګی تیریږی
ددی ګیلو به درته څه ووایم
زړه می د مینی په دریاب لاهو شو
د ډوبیدو به درته څه ووایم
د افغانی زړګی کی مینه د یار
د هیریدو به درته څه ووایم
----------------------------------
سمیع الدین افغانی
۲۰ /۲ /۲۰۰۸
مهاجرت