خـير که شډل خيرکه ساده خيرکه اوزګارسړى ى دى 
چې دى د مينې سړى بيــــــا نو د اعتبـــــار سړى دى 
سړى د کار به د خپل ځـــان نه دلــــته نه جــــــوړوې 
دلـــته د کار سړى د کار نـــه دى د دار ســــــــړى دى 
نه يې شړۍ سته نه يې هغه سپيڅــــلتوب ښکاريږي 
هـــغه د کلي سړى نشته اوس د ښـــــــار ســــړى دى 
لـه دې نه بل ساده توب څه چــې زړه يې تا ته درکړو
دا چا ويل چې انديښمن ځاځــى اوښيار ســـــــړى دى 
 
		
			
					
					
						
							31.03.2008
						
						 - محمدحنيف حيران
					
					نوی کال راغی نوی نوی ارمانونه دی وطن مو اباد کړی ربه دا مو سوالونه دی
د ګیروان تڼۍ می پری کړی بیا منکر ولی شیزه خو یی وینم ګرانه دغه ستا لاسونه دی
په سرو لمبو کی سوځم د ځان په ویر اخته یمدا دی یاری شوه دغه ټول د ستا نازونه دی
زما په سمسور باغ د بی وخته تلان راوستبیا د راوړی راته څله سره ګولونه دی
هغه چی ژړیږی په غبرګو لاسو مخ وهیچا یلی ورته د ځانمرګی ورور حالونه دی
د ناسور زړګی می کومه برخه درښکاره کړمچی له خولی وینی غورځوم دا دی...
			 
			
					
					
						
							10.04.2008
						
						 - محمدحنيف حيران
					
					نـــــوم       : عبدالعزيزتخلص       : سرتېردپلارنوم     : محمد عمر زوکــړه      : ١٣٤٨ لېږديز لمريز کال زده کړه      : د دوولسم ټولګي فارغ ولايت        : پکتيکا کلى           : حاجي پهلوان خان 
چاپ شوي اثار : نه لري نــــــاچاپ اثـار : څو شعري ټ...