نـــــوم       : عبدالعزيز
تخلص       : سرتېر
دپلارنوم     : محمد عمر
زوکــړه      : ١٣٤٨ لېږديز لمريز کال
زده کړه      : د دوولسم ټولګي فارغ
ولايت        : پکتيکا
کلى           : حاجي پهلوان خان

چاپ شوي اثار : نه لري
نــــــاچاپ اثـار : څو شعري ټولګې

       شاعراوکوتر بازه
لکه د سپين جومات نرۍ مناره
داسې دکلي تر بامو ختلې 
په بام ولاړه کوتر بازه ممۍ
د خيال کوترې شړي 
دلمر د کلي په خوا 
د پېزوانه وړانګې  تر لېرې شړي
چې يې څپو د نظر 
تسخير کړه لار د ګودر
چنار ته غلى ناست ؤ
دفکر دام يې غوړولى ناست ؤ
خدايزده چې څوک په زړۀ  نتلى ناست ؤ !؟
و يې ، کړ سوال ترې د الهام په ژبه
زۀ کوتر بازه خو ته ؟!
نسيم يې نام کړ ډالۍ
يم زۀ ممنون د مينې
نه  !! نه !!
صياد يمه زۀ !
زۀ دغزل په دام کې
دخيال کوترې نيسم
خلک مې بولي شاعر  

نـــــوم       : نظيرمحمد
تخلص       : لښکر
دپلارنوم    : نظيم خان
زوکړه       : ٢٩\٩\١٣٦٦ لېږديز لمريز کال
زده کړه     : د نهم ټولګي زده کوونکى 
ولايت        : خوست
ولسوالي     : نادرشاه کوټ
کلى           : المره 

چاپ شوي اثار : نه لري
نــــاچاپ اثــار : يوه شعري ټولګه

                                          دبوډۍ ټال
بيا د مـــــــرجان غمي قطار کړه د پېزوان په څوکو
زمـــا به خود اوښکې را درومي د ګرېوان په څوکو 
                                 شنه زروري خالونــه تــا جوړ کړل پـه غـونډه زنـه                                           کـــــه د بوډۍ ټال چې ښکاريږ ي د اسمان په څوکو    
لعل او ګوهربه راوړم تاته به چارګل ترې جوړکړم
سبا مــــې نيت د ګرځېدو دى بدخشان پــــــــه څوکو
                                 يـــــــاد دمجنون به کړم تـــــازه د ستا دمينې په نوم      
                                 ځمه صحرا تـــــه ژوند بـــــه کړم د بيابان په څوکو  
زه به فرهاد شمه سوري به کړمه لوى ،لوى غرونه
ساه بــــه مې ووځي ، ستـا د مينې د ارمان په څوکو
                                 اې د افــغــان ولسه ! تـــــاسو تـــــــه ځولۍ غوړوم
                                 اول وطن جوړکړئ ،بياځئ د ټول جهان پـــه څوکو 
پـــــه شاعـرۍ لهجه مې پوه شه ، اې پښتون زلميه !
څنګه پښتون اوسي  پرديــــو د زنــــــــدان په څوکو
                                 رانـــه چاپېرې کړه لـــه غاړې مې وريښمينې لېچې
                                 ارمــــان به درشي که وم پروت د قبرستان په څوکو

نـــــوم       : تواب الدين
تخلص       : غورځنګ
دپلارنوم     : رحمن الدين
زوکــړه     : ١٠\١٠\١٣٦٨ لمريز لېږيز کال
زده کړه     : د دوولسم ټولګي فارغ
ولايت        : خوست
ولسوالي     : د مرکز  اړوند
کلى          : ډېرى

چاپ شوي اثار : نه لري
نـــــاچاپ اثــار :
١-  دنړۍ د ادبياتو تاريخ  (ژباړه )
٢-  دشپې په زړۀ کې  ( دهنري ټوټو ټولګه )
٣-  دلمر سيورى  ( شعري ټولګه )

دلمر سيورى
د هر کاڼي په سينه کې
د سېلۍ په لوپټه کې 
د څپې هره غوټه کې
د پنجو د ولکې زړۀ کې
د رڼا د ژوند لمبه کې
يوه سيوره د سپين لمر ده
يوه  نښه  د  دلبر  ده
 ×      ×      ×        ×
د پيلوزې په منشور کې
د تاريخ د پيکر ګور کې
د ژوندون د پېښې پور کې
د وجود د امن زور کې 
د وجدان د ينې اور کې
د پاکۍ بې پايه نور کې
يوه سيوره د سپين لمر ده
يوه  نښه  د  دلبر  ده
×      ×      ×        ×
د اروا سپيڅلي ځان کې
د شرف ښکلي ايمان کې
د نادودو په تالان کې
د هويت په ټينګ پيمان کې
له ګواښونو په امان کې
د پرتم په کهکشان کې
يوه سيوره د سپين لمر ده
يوه  نښه  د  دلبر  ده
×      ×      ×

 د مزاج په سره لړمون کې
د پايښت په ستړي يون کې
د مرګي په نېغ راښکون کې
د خوب وړو په پاڅون کې
د رکود ناڅاپه تلون کې
د دنيا دمخ خوځون کې
يوه سيوره د سپين لمر ده
يوه  نښه  د  دلبر  ده
×      ×      ×        ×                                                                   
د سترتوب لويه پګړۍ کې
د نغمو په سره مرۍ کې
د هستيو په نړۍ کې
د غبرګون تېره لېندۍ کې
د تقدير هره کړۍ کې
او د شخړو په سردۍ کې
يوه سيوره د سپين لمر ده
يوه  نښه  د  دلبر  ده
×      ×      ×        ×                                                                   

نـــــوم       : سيديعقوب شاه
تخلص       : پايمال
دپلارنوم    : سيدبندرشاه
زوکــړه     : ١٣٥٧ لېږديز لمريز کال
زده کړه     : د دوولسم ټولګې فارغ
ولايت       : خوست
ولسوالي     : د مرکز  اړوند
کلى          : ګوډل ښار

چاپ شوي اثار : نه لري
نــاچاپ اثــــار : يوه شعري ټولګه

                      غزل
مرګ چې نه واى دژوندون قدربه چا کړو
درد به ؤ ، خو د سکون قــــدر به چا کړو
تل ځواني ، بهار، سپوږمۍ که په دنيا واى
په  ښايست کې  د بدلون  قدر به  چا  کړو
کـــــه پښتون د پښتنو پوښتنه نـــــــه کړى
پــــه پښتو کې د پښتون قـــــدر به چا کړو
د جفا عــــادت کــــــــه ښکلو سره نه واى 
محبت کې د جنون قـــــدر بـــــــه چا کړو
کــــــه دا نن ورځ لـه پرون خرابه نه واى
پـــــه سبا کې د پــــــــرون قدر به چا کړو
که بـــــه يـوځاى اوسېدل (پايماله) تل واى
يارانــــه کې د بېلتون قــــــــدر به چا کړو