زه جانان چې يو وجود شو د عشق تل شو
دکيف اور شو د ځوانۍ ډيوه کې بل شو
چې سرونه ديوبل په اوږو کيږدو
ته وا لمر او غر تکيه په يو او بل شو
طبيعت پرمونږ عجبې کانې کاندي
کله غشي کله دوې پاڼې د ګل شو
چې له ټول بدن نه سترګو ته راټول شو
دا وخت دوه شهکار بيتونه دغزل شو
خداى دې داسې شيبې راولي جلانه
چې د نوک اورۍ په شان ته سره خپل شو
سيدجيلاني جلان
٢٢ وري ١٣٨٧ کابل د نوا راډيو
10.04.2008
- محمدحنيف حيران
نـــــوم : عبدالعزيزتخلص : سرتېردپلارنوم : محمد عمر زوکــړه : ١٣٤٨ لېږديز لمريز کال زده کړه : د دوولسم ټولګي فارغ ولايت : پکتيکا کلى : حاجي پهلوان خان
چاپ شوي اثار : نه لري نــــــاچاپ اثـار : څو شعري ټ...
13.04.2008
- محمدحنيف حيران
وختونه ظالمان دي موږ يو بل ته نه پـــــــــــــريديكتاركتار ګلونـــــه دې اوربل ته نه پــــــــــــــــــريدي
د خوب څپې مې يوسي بې خودي راباندې راشيبنګړي دې شوخكي سر مې څنګل ته نه پــــــريدي
کيســـــــــې د محبت پاتې نيمګړې شي ســـــعيدهغمــــــــــونه د جانان مې نــــور غزل ته نه پرېږدي....