پرې پويه نه شم چې ټپه که کلېمه وليکم
خو يوه زړه ته ښه درنه شان صدمه وليکم

په تا وېرېږم چې پنځ ډزی به دې وخوري رانه
زه په منګي خو به دې سل ځله نامه وليکم

دا ځل يې بيا ليک را لېږلی د اظهار په تمه
داځل به بيا ورته يو نوې شان پلمه وليکم

سېتار به غوږ شي له مطرب به ټول راګونه هېر شي
که ورته زه د شنو بنګړيو مې نغمه وليکم

زه دې په نوم باندې يادېږم تری تم شوې چېرته
وايه چې مېنې ته اوس پيل که خاتمه وليکم

د بلېنډې د ژوند ملګریه انتظاره! وايه
درته زه پای او که لا نوره ادامه وليکم