لامو مینه ده ژوندۍ لا مو وفا ژوندۍ ده
لاموهمغه شان په خوله د کړس خندا ژوندۍ ده

زما دزړه دنیا چې داسې نن ودانه ګورې
پدی پوه شه چې ژوندۍ ده نو په تاژوندۍ ده

سکوت د شپې چې دې سیلۍ ارام ته نه پریښوده
غریبه شپه خو بس په طمعه د صبا ژوندۍ ده

نور که مې هر څومره په غشو ولئ ومې ولئ
په زړه مې مه ولئ په زړه کې مې لیلی ژوندۍ ده

قلم یې پورته کړو سادات بیا غزل ولیکلو
شکر خدایه چې په ما دې دا رضا ژوندۍ ده
سید نجیب الله سادات