03.05.2008
- محمدحنيف حيران
لامو مینه ده ژوندۍ لا مو وفا ژوندۍ ده لاموهمغه شان په خوله د کړس خندا ژوندۍ ده
زما دزړه دنیا چې داسې نن ودانه ګورېپدی پوه شه چې ژوندۍ ده نو په تاژوندۍ ده
سکوت د شپې چې دې سیلۍ ارام ته نه پریښوده غریبه شپه خو بس په طمعه د صبا ژوندۍ ده
نور که مې هر څومره په غشو ولئ ومې ولئپه زړه مې مه ولئ په زړه کې مې لیلی ژوندۍ ده
قلم یې پورته کړو سادات بیا غزل ولیکلوشکر خدایه چې په ما دې دا رضا ژوندۍ ده سید نجیب الله سادات
...
06.05.2008
- محمدحنيف حيران
زموږ وطن کې چې خبره چاد شرکړيدهنو بس دعا موداسې خلکوته اکثر کړيدهنن مې هغه په جګو سترګو له خپل کلي شړيد چاد سرساتنه ماچې په خپل سر کړيدهمونږچرې هم ځانته يوازې امن ندی غوښتیمونږ تل کابل سره دعا د پيښورکړېدهلايې تړلی زولنوکې لايې دارته وړیزموږچې کوم مشر خبره دخيبرکړيدهسوله هم غواړو خوناموس باندې هم سر ورکوودغه خبره مودښمن ته عمر برکړيدهخپلويارانو څوڅوځل په کاڼو وويشتم خوماورته بياهم حوصله لکه د غرکړيدهفطرت دې هررنګه ناز وړي شې خوغرورنه منې...