غــــيږ ته به د يار رســـــي که غيـــــږ به د دار ونيسي
ژوند بــه مې په کــــومه لار ځي کوم خوا به لارونيسي
زه ستــــا په معـــصومه ښــــکلا دا رنـــګه دوکه شومه
لــــکه کــــوم مـــاشــــوم چې په خندا ،خندا مار ونيسي
يــــو پـــرهر او ســـل بوسې ټــــوپۍ بــــه ورانوو سره
يــــار دې زمـــا په زړه باندې د هر پرهر شمار ونيسي
عـــظم مــې پښـــتون دى ګـــني ســتا خوا ته درتللى شم
ښــــار بـــــــه د ژړه راځيـــنې دلتــــه اغيــــــار ونيسي
ستــــا د چـــــم په کــــاڼو کـې يې ستا تصوير ليدلى دى
دا چــــې انديښــمن دې کـاڼي ښـــکل کړي ګذار ونيسي
30.04.2008
- محمدحنيف حيران
مرور يار ته مې بلا ډېره زاري کړې دهخو سپېره بخت راسره کاش چې غداري کړې دهد يار په سر مې يار د کلي خلک غندلي نه ديد ګل په سر مې د ازغو تابعداري کړې دهکم عقله برخې په تياره چا موندلې نه ديما که ياري کړې خو ما ايمانداري کړې دهځنې سړي هسې په نام خانه پوري شوې ويځنې سړي پورې رښتيا چې خدای خواري کړې دهزه مطمين يم په خپل فن عمردراز مروتهما د ماحول په دايره کې شاعري کړې ده....
03.05.2008
- محمدحنيف حيران
پرې پويه نه شم چې ټپه که کلېمه وليکم خو يوه زړه ته ښه درنه شان صدمه وليکم
په تا وېرېږم چې پنځ ډزی به دې وخوري رانه زه په منګي خو به دې سل ځله نامه وليکم
دا ځل يې بيا ليک را لېږلی د اظهار په تمهداځل به بيا ورته يو نوې شان پلمه وليکم
سېتار به غوږ شي له مطرب به ټول راګونه هېر شي که ورته زه د شنو بنګړيو مې نغمه وليکم
زه دې په نوم باندې يادېږم تری تم شوې چېرته وايه چې مېنې ته اوس پيل که خاتمه وليکم
د بلېنډې د ژوند ملګریه انتظاره! وايه...